نړۍ

قطر د څلور هیوادونو د غوښتنو جوابونه نن ورکوي او څلور هیوادونه ناسته کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د قطر خبري اژانس خبر ورکړی چې نن د دوشنبې په ورځ به د قطر بهرنیو چارو وزیر محمد عبدالرحمن آل ثاني کویت ته سفر وکړي او هلته به د کویټ د امیر شیخ صباح الاحمد الجابر سره ووینی او د قطر امیر لیکلی پيغام به ورکړي.

اژانس لیکلي چې په دغه پيغام کې به د څلورو هیوادونو د ۱۳ غوښتنو جواب هم ورکول شوی وي.

باید وویل شي چې تېره ورځ یکشنبه هغه لس ورځنۍ موده پوره شوه چې څلورو هیوادونو قطر ته ورکړې وه او ورته ویلي وه چې په دغه موده کې به قطر ۱۳ غوښتنې مني کنه نور اجراءات به یې پر ضد کیږي.

باید وویل شي چې د تیرې میاشتي جون پر پنځمه سعودي، امارات، بحرین او مصر د قطر سره هر اړخیزې اړیکې پرې کړې او دغه هیواد یې د تروریزم په ملاتړ تورن کړ، خو قطر دا تورونه په کلکه رد کړل.

څلورو هیوادونو پر ۲۲مه د جون د کویت له لارې قطر ته ۱۳ غوښتنې واستولې چې د اړیکو د بیا پیلولو لپاره یې ضروري وبللې.

د سعودي بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر وویل چې پر یادو ۱۳ غوښتنو هیڅ د بحث خبره نشته بلکي قطر به یې مني تر څو بیا دوی ورسره اړیکې پیل کړي.

بلخوا د قطر بهرنیو چارو وزیر د تیرې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې یادو هیوادونو ددې لپاره دوی ته غوښتنې ورکړي چې رد شي، ځکه چې د نوموړي په وینا دا ددوی استقلال ګواښي او د نړیوال قانون هم خلاف دي.

په غوښتنو کې د الجزیرې تلویزون بندل، د ایران سره د دیپلوماتیکو اړیکو کمول، د ترکیې پوځي اډه بندول، د تروریست په توګه پيژندل شوي اشخاص یادو هیوادونو ته سپارل او ځیني نورې غوښتنې دي.

یادي غوښتنې نن ټکی اسیا ژباړلې او هغه مهال یې نشر کړي دي، پر لاندي ادرس یې کتلای شئ:

له قطر څخه د خلیجي هیوادونو + مصر ۱۳ غوښتنې / انځور

په یوه بل خبر کې د مصر بهرنیو چارو وزیر ویلي چې نن د دوشنبې په ورځ به د سعودي، امارات او بحرین د بهرنیو چارو وزیران د مصر پلازمینې قاهرې ته راشي، تر څو د راتلونکو اجراءاتو په اړه غور وشي او همداسي د تیرې مودې جریانات وارزول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x