نړۍ

څلورو هیوادونو قطر ته دوه ورځې نور وخت ورکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ چنګاښ ۱۳۹۶ل): سعودي او اماراتي رسنیو خبر ورکړ چې پر قطر بندیز لګوونکو څلورو هیوادونو د ۱۳ غوښتنو په اړه د پریکړې لپاره قطر ته ۴۸ ساعتونه نور ورکړي دي.

ټاکل شوې چې قطر نن د څلورو هیوادونو د هغو غوښتنو په جواب کې خپل موقف په رسمي ډول منځګړي هیواد کویټ ته وسپاري چې د جون میاشتې پر ۲۲مه یې له همدې لاري تر لاسه کړې وې.

د کویټ خبري سرچینو د حکومت په حواله ویلي چې دوی نن د قطر غوښتنې تر لاسه کوي او د څلورو هیوادونو څخه غواړي چې قطر ته دوه ورځې نور وخت ورکړي. کویټ دا نه ده واضحه کړې چې دغه وخت قطر غوښتی او که کویټ خپله وړاندیز کړی دی.

باید وویل شي چې د دې ترمخه د مصر بهرنیو چارو وزارت ویلي چې نن ورځ به د څلورو هیوادونو بهرنیو چارو وزیران په قاهره کې ناسته وکړي تر څو د قطر د محاصرې وروسته جریانات وارزوي او همداسي راتلونکي پلانونه وسنجوي.

سعودي، امارات، بحرین او مصر د تیرې میاشتي جون پر ۵مه نېټه پر قطر بندیزونه ولګول او هر رنګه اړیکې يې ورسره پرې کړې، چې له امله یې ټوله نړۍ په تحرک راغله او د نړۍ اکثرو لویو هیوادونو په سوله ییزه توګه ددغه شخړي پر حل ټینګار وکړ.

بلخوا د قطر بهرنیو چارو وزیر د تیرې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې یادو هیوادونو غوښتنې ددې لپاره دوی ته ورکړي چې رد شي، ځکه چې د نوموړي په وینا دا ددوی استقلال ګواښي او د نړیوال قانون هم خلاف دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx