
فرانسه: وسلوالو د جومات څخه پر وتونکو ډزې کړي، ۸ ټپيان شوي دي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ چنګاښ ۱۳۹۶ل): په فرانسه کې د جومات څخه پر وتونکو لمونځ کوونکو دوه وسلوالو ډزې کړي چې له امله یې ۸ تنه ټپيان شوي دي.
پېښه د فرانسې په جنوب کې د اویګنون «Avignon» په ښار کې د الرحمه جومات سره نیژدې شوې ده. پولیسو ویلي چې دا تروریستی برید نه دی.
د راپورونو سره سم د بریدګرو شمېر دوه کسه وو، د یوه سره لوی توپک او بل سره توفنګچه وه، په یوه موټر کې راغلي وو، د جومات څخه د مسلمانانو د وتلو پر مهال یې ډزې کړي دي او په تیښته بریالي شوي دي.
ویل کیږي چې په وسلوال برید کې د مسجد پر سر په دوهم منزل کې هم ماشومان او مېرمنې ټپيان شوي دي.
تر اوسه د برید پړه چا په غاړه نه ده اخیستې، خو په امریکا او اوروپا کې یوازي هغه بریدونو ته تروریستي بریدونه ویل کیږي چې مسلمانانو کړي وي، هغه بریدونه چې نور سخت دریځي یې کوي، عادي جرمونه بلل کیږي.
په اروپا کې د مسلمانانو ټولنې ددغه هیوادونو حکومتونه په دې تورنوي چې د مسلمانو پر ضد د تاوتریخوالي په وړاندي هغسي جدي عکس العمل نه ښيي لکه څرنګه چې يې د هغو پيښو په وړاندي ښيي چې د مسلمانانو له لوري تر سره شوي وي او زیاتوي چې رسنۍ هغه هسي پوښښ نه ورکوي لکه څرنګه چې اړتیا وي.
په ورته توګه د افغانستان ولسمشر او نور جګپوړي چارواکې هم په اروپا کې د مسلمانانو له لوري تر سره شوي بریدونه په کلکو ټکو غندي خو د افغانستان په شمول په همدې هیوادونو کې د مسلمانانو پر مرګ ژوبله هیڅ عکس العمل نه ښيي چې وروستی مثال یې د لندن په ښار کې د یوه پوره تعمیر سوځېدل دي چې په لسګونو مسلمانان په کښي ووژل شول او بیا په همدې ښار کې د مسلمانانو پر یوه مسجد باندي سخت دریځو د موټر په واسطه برید وکړ چې له امله یې یو تن مړ او یو شمېر نور ټپيان شول.