نادري ناولده

ټرمپ سي ان ان ته د سوکانو ورکولو ویډیو نشر کړې / ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپل ټویټر پاڼه باندي خپرونو ته ادامه ورکړې ده.

نوموړی د رسنیو سره په دښمنۍ پيژندل کیږي او تل د امریکا پر لویو رسنیزو ادارو نیوکې کوي او په درواغو یې تورنوي.

نوموړی د امریکا د مشهور تلویزون «سي ان ان» سره ځانګړې دښمني لري، ځکه خو یې خپله یوه پخوانۍ د «ریسلنګ» ویډیو داسي برابره کړې لکه مخالف لوری چي يې سي ان ان تلویزون وي، او دی ورته پر مخ مخ سوکان ورکوي.

ټرمپ د ولسمشرۍ تر مخه په امریکايي پهلوانۍ «ریسلنګ» کې د ملیونیر «ماکماهون» سره پر پهلوانانو شرط لګولی وو، چې د ګټلو وروسته یې پر هغه برید کوي او پر سر سر یې وهي او په اخیر کې د نورو پهلوانانو په مرسته دهغه سر ور خروي.

د همدې کس پر سر باندي ټرمپ اوس د سي ان ان انځور لګولی او د دغه تلویزون سره یې خپله دښمنې ښودلې ده.

بل لوري ته د سي ان ان تلویزون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نن ډېره دردناکه ورځ ده چې د امریکا ولسمشر د ژورنالیستانو پر ضد تاوتریخوالي ته خلک هڅوي.

او زیاته کړې، ددې پر ځای چې ټرمپ د پوتین سره د ملاقات لپاره چمتوالی ونیسي، د شمالي کوریا سره د تعامل لپاره پلان جوړ کړي، ځان په داسي ماشومانه لوبو اخته کوي چې هیڅ دده د منصب سره وړ نه دي.

سي ان ان شبکه زیاتوي: « مونږ به خپل کار ته ادامه ورکړو، ولسمشر ته هم په کار ده چې خپل کار پیل کړي».

https://www.youtube.com/watch?v=UKX51slEcOM

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x