ورزش

جرمني د چیلي څخه د کنفدراسیون جام پایلوبه وګټله / ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ چنګاښ ۱۳۹۶ل): تېره شپه په روسیه کې د جرمني او چیلي هیوادونو تر منځ د کنفدراسیون جام پایلوبه وشوه چې جرمني په یوه ګول وګټله.

باید وویل شي چې جرمنې شپږم هیواد دی چې دغه جام ګټي.
د کنفدراسیون جام هر څلور کاله وروسته د فیفا له لوري جوړیږي، چې په کښي د شپږو لویو وچو څخه ۸ هیوادونه ګډون کوي.

په اوسني موسم کې جرمني، روسیه، پرتګال، مکسیک، چیلي، اسټرالیا، نیوزیلنډا او کامیرون ګډون کړی وو.

دغه جام برازیل ۴ ځله په خپل نوم کړی، دوه ځله فرانسې، مکسیک، ارجنټاین، ډانمارک او اوس جرمني یو یو ځل ګتلی دی.

په لوبه کې د چیلي هیواد د ښه لوبې کولو تر څنګ مکرر فرصتونه ضایع کړل. او د فرانسې لوبډلې د چیلي هیواد د دفاع څخه د ګول مخته بال واخیست او په جال کې يې وویشت.

د لوبې ویډیو لاندي ده:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x