نړۍ

شپږ امریکایان د الوتکې د غورځېدو په پېښه کې وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د یوې کوچنۍ الوتکې د غورځېدو له امله ۶ امریکایان وژل شوي دي.

د راپورونو سره سم د امریکا په شمالي ولایت «ویسکونسن» کې یوه کوچنۍ الوتکه را غورځېدلې چې له امله یې ۶ تنه وژل شوي دي.

د اسوشیټډ پریس د راپور سره سم ځايي چارواکو ویلي چې الوتکه د امریکا د شیکاګو ښار څخه کاناډا ته پر لاره وه چې د یادې پيښې سره مخ شوې ده.

د پيښې د علت او وژل شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx