نړۍ

مصر د یوسف قرضاوي لور او د هغې خاوند نیولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ چنګاښ ۱۳۹۶ل): مصري حکومت د شیخ یوسف القرضاوي لور او د هغې خاوند د تروریستۍ ډلې سره د تړاو په تور نیولې ده.

د مصر یوې رسنۍ «الیوم السابع» پر خپل وېب پاڼه لیکلي چې د یوسف القرضاوي لور او د هغې مېړه انجینر حسام خلف د مصر د امنیتي ځواکونو له لوري له خپله کوره نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي پر دواړو تور دی چې د مصري قانون خلاف د تروریستۍ ډلې سره تړاو لري.

د یوسف القرضاوي د زوم په اړه ویل کیږي چې د «حزب الوسط» په نامه سیاسي ډلې سره تړاو لري. خو د مصر حکومت اوس مهال هر مخالف ګوند په تروریزم او د عمومي نظام په تخریب متهموي او غړي يې بندیانوي او یا هم له هیواده شړي چې د جنرال سیسي سره مخالفت لري.

۹۰ کلن دیني عالم یوسف القرضاوي د کال ۱۹۶۱ راهیسي له خپل هیواد څخه شړل شوی دی او اوس مهال په قطر کې اوسیږي، پر نوموړي د مصر په شمول، سعودي، امارات او بحرین د تروریزم تور پوري کړی او مصر ته یې د تسلیمولو غوښتنه کړې تر څو هلته محاکمه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x