شعـــــرونه

غزل/ عبدالقدوس فاتح

عبدالقدوس فاتح

خدايه هغه زماکړې څوک چې مينه کړي له ماسره
مونږ أمــين ویلی دی د يـار لـه دې دعــــا سره

مونږه د جومــــات په أذانــــو را پاڅېدلــي يو
ځکه خو مو جنــګ دی له بچــو د کليســـــا سره

داچې د ساعـــت ستنه ثانيـه پس بـل أواز کــوي
وايـي چې انســانه زړګی مه تړه دنيــــــا سره

وشرميــــږي هلتـــه به أتلّـس زره قومــــه تـه
چـا چې غــدر کړی د شهيـــــــدو لـه أروا سره

خدای دې بيا په مونږه مازديګر د وصــال راولـي
ورک دې خدای دهجر ماښامي کړي له بيګا سره

ماته شوه کـه دا لويــه بلا ، او جهــــان وليــده
بيا به څوک جنګ ونه کړي طالـب ، او نه مـلا سره

وپوهيږه پام! چې دادې دوست ندی دښمن دې دی
تاته چې ښه ښه کړي او پټ خاندي له بل چاسره

هلته به مونږ سا واخلو، او هلته به أرام شو مونږ
خــدای کـه سره واچـول دا روس او أمريکا سره

کېناسته ترڅنګ مې ، له درد ډک غزل يې وليکـه
راغـی چې « فاتح » مې نن مـزار ته له ژړا سره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x