ټولنیزه برخه

سلیمان بن عبدالملک ته د سلمة بن دینار رحمه الله نصیحت

نوید صهیب

یوه ورځ سلیمان بن عبدالملک د أبو حازم سلمة بن دینار رحمه الله کور ته ورغی او ورته ویې ویل : ای ابو حازم ! ته ولې زمونږ احوال نه اخلې او حضور ته مې نه راځې؟

سلمة بن دینار وویل : ای امیرالمؤمنین! الله ج د تا له دروغو په امان لري، ما ته څه وخت پیژندلی یې چې زیارت او لیدو ته درشم؟

سلیمان وویل : ای ابو حازم ! په مونږ څه شوي چې مرګ بد ګڼو او ژوند خوښوو؟

سلمة بن دینار وویل : دا ځکه چې آخرت مو خراب کړی او دنیا مو آباده کړې، پدې وجه له آبادی نه خرابې ته تلل نه خوښوئ.

ددې خبرو په اوریدو د امیر یو ساتونكي توره له تیکي وه ایستله او ویې ویل : ای امیرالمؤمین! اجازه راکړه چې سر ترې ووهم، ځکه تاته یې توهین وکړ او په ابرو یې دې تعرض وکا.

سلمة بن دینار ددې خبرو په اوریدو وویل: چوپ شه ای نامرده ساتونکیه! فرعون او هامان ټول هلاک شوي.
بیا یې امیر او ساتونکي ته د ډیرو خبرو تر ځنګ وویل : دا مسؤلیت ستاسو پلرونو او نیکونو په خپلو وینو خپل کړی، د هغوی د وینو ارزښت وساتئ او د رعیت په اړه له الله ج وډار شئ.‏

بیا سلیمان د یو غلام په لاس سلمة بن دینار ته سل دیناره ورکړل او ویې ویل : ای ابو حازم دا زما لخوا قبولې کړه.

سلمة بن دینار ثقې واخیستې ویې ویل : دا پیسې د هغه نصیحت قیمت دی چې تاته مې وکړ؟ د خوګ غوښته، وینې او شراب تر دې ډیر حلال دي څه چې تا ماته راکړل، بیا یې پیسې غلام ته ورکړې ویې ویل : واخله دا د خپل آقا ته ورکړه چې په مستحقینو یې وویشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x