د افغانستان او پاکستان تر منځ د کرکیټ لوبه پیل سوله
نن ټکی آسیا: د افغانستان او پاکستان تر مینځ د کرکیټ لومړی یوه ورځنی لوبه په اسلام اباد کي شروع شوله..
د لوبي په سر کې افغانستان پچه وګټله او اول يې توپ وهني ته ترجیح ورکړله، او ددې خبر د لیکلو تر وخته پاکستان ۷ اوره غورځولي وه، او د افغانستان دوه لوبغاړي هر یو لکه نور علي زدران او کریم صادق يې وسوځول.
نور علي زدران په ۱۵ بالونو کې ۶ منډي جوړي کړي، او یوه څلوریزه يې هم ووهله..
کریم صادق په صفر وسوځول شو.
زدران د سهیل تنویر په بال او کریم صادق د صدف حسین په بال له میدانه ووتلو.
اوس محمد شهزاد او نوروز منګل توپ وهني ته ولاړ دي..
او افغانستان د دوو لوبغاړو په سوځولو سره ۱۳ منډي جوړي کړي دي.