شعـــــرونه

غزل/ محمد اسماعيل عندليب

محمداسماعیل عندليب

تویوم وینی ژاړم تاکابله وران وینمه
عزت دنجونودی ویړیاپه ټول جهان وینمه

ابن سینا تری وفات شوی بلخ طبیب نلری
رنځورملت یی له مرضه لیونیان وینمه

له زیبه وتی په بربنډ بدن بدرنګه ښکاری
دغرب په جونو دی غمی دبدخشان وینمه

سومنات بښی ماتوی دپلارقسم غلی دی
محمودشو خاوری دغزنی داسی زوانان وینمه

ترینه سپین توغ راکوزوی وروړی صلیب پامیرته
ابن مریم رالیږه ربه دجالان وینمه

ستی ستی په عربی تیلو ایری ایری شو
کاڼه حجازکی دعادل عمربچیان وینمه

راته ښکاریږی زمانه کربلا بیاراولی
پرمست فرات دیزیدی لښکرفوځیان وینمه

دابوجهل سربازانوجنګ ته صف تړلی
محمدی لښکردانه وانه او وران وینمه

په سپینه توره (اسماعیله)سپین قرآن وګټه
په غاړه سپین کفن ورځه خالي میدان وینمه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x