ویسټ انډیز هندوستان ته په ۱۱ منډو ماتې ورکړه / ویډیويي لنډیز

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ چنګاښ ۱۳۹۶ل): تېره ورځ د ویسټ انډیز او هندوستان دریمه یوه ورځنۍ لوبه وشوه چې کوربه هیواد ویسټ انډیز په ۱۱ منډو وګټله.

باید وویل شي چې ویسټ انډیز د پنځه لوبو لپاره د هندوستان کوربه دی، خو لومړنۍ لوبه د باران له وجې پاته شوه او تر اوسه درې لوبې ددواړو ډلو تر منځ شوي چې هندوستان دوه او ویسټ انډیز یوه ګتلې ده.

هندوستان لومړۍ لوبه په ۱۰۵ او دوهمه په ۹۳ منډو وګټله، خو دریمه لوبه کې د هندوستان ټول لوبغاړي یوازي په ۱۷۸ منډو جوړولو سره وسوځېدل.

د لوبې په پيل کې ویسټ انډیز پچه وګټله، او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، او په پنځوسو اورونو کې يې نهه لوبغاړي په ۱۸۹ منډو وسوځېدل.

د ۱۹۰ منډو د هدف تر لاسه کولو لپاره چې کله هندي لوبغاړي میدان ته راغلل، نو لوبه ډېره اسانه ښکارېده خو د لسو منډو جوړېدو وروسته شیکرداون وسوځېد، په ۲۵ کوهلي وسوځېد، په ۴۷ دانش کارتیک وسوځېد، بیا د رهانې او دهوني تر منځ اوږد شراکت وشو او په ۱۰۱ رهانې وسوځېد، په ۱۱۶ جادو، په ۱۵۹ پانډیا، په ۱۷۳ جډیجا او بیا نور لوبغاړي ټول پر ۱۷۸ وسوځېدل.

د هندوستانۍ لوبډلې ۵ لوبغاړي د ویسټ انډیز کپتان «جیسن هولډر» وسوځول، نوموړي له همدې وجې د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

وروستی او څلورمه لوبه د روانې میاشتې جولايي پر ۶مه په پلازمینه جمایکا کې تر سره کیږي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.