
جرمني: د بس سوځېدو په پېښه کې ۱۷ وژل شوي په لسګونو نور ټپیان دي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د جرمني په بویریا ایالت کې نن د دوشنبې په ورځ یو مسافر وړونکی بس د کوچني بار وړونکې موټر سره ټکر شوی او اور یې اخیستی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور سره سم د حکومت ویاند د مړو شمېر نه دی په ډاګه کړی خو ویلي چې له بده مرغه یو شمېر کسان په سوځولي بس کې دننه مړه شول.
د جرمني د فرانکین پوسټ په نامه ورځپاڼې ویلي چې لږ تر لږه ۱۷ تنه ووژل شول.
ددې ترمخه پولیسو ویلي وه چې په موټر کې ټول ۴۸ تنه سپرلي وه، چې په هغو کې ۳۱ تنه یې ټپيان او یو شمېر نور مړه شوي دي.
https://www.youtube.com/watch?v=lClpdF3_YQE