افغانستان

د کندز په ښار کې دویمه ورځ هم جګړه روانه ده، د بغلان او کندز لویه لاره تړلې ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ چنګاښ ۱۳۹۶ل): امنیتي ځواکونه وايي چې نن د دوشنبې په ورځ هم د کندز په ښار کې طالبانو خپلو بریدونو ته ادامه ورکړې ده او د کندز – بغلان لویه لاره یې د علي اباد په ولسوالۍ کې د عمرخېل په سیمه کې بنده کړې ده.

تېره ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې طالبانو د سهار سپیدو سره سم د کندز په ښار کې د تیلاوکي او ملاسردار په سیمو کې پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړه چې په ترڅ کې يې یوه پوستنه ونیوله او یو شمېر دولتي عسکرو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

د کندز ولایتي شورا غړي سیف الله امیري رسنیو ته وویل چې طالبانو په تیلاوکي سیمه کې یو شمېر امنیتي پوستې نیولي دي او دولتي ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده. او زیاته کړې ده چې اوس هم په شدت سره جګړه روانه ده.

باید وویل شي چې تېره ورځ طالبانو د یوې چورلکې را غورځېدو خبر هم ورکړ چې یوې امنیتي سرچینې تایید کړی دی خو ویلي يي دچې د بالا حصار په سیمه کې را غورځېدلې چورلکه کې څوک ټپیان شوي نه دي.

د ولایتي شورا غړي سیف الله امیري هم د چورلکې را غورځېدو تصدیق کړی دی او ویلي يي دي چې د تیلاوکي په سیمه کې د عملیاتو پر مهال یوه چورلکه په نښه شوه چې د بالاحصار په سیمه کې را وغورځېده خو چاته په کي زیان نه دی رسیدلی.

طالبانو د ښار په نورو سیمو کې هم د جګړو او تعرضي بریدونو خبر ورکړی دی او ویاند یې ذبیح الله مجاهد وویل چې د کندز په ختیځه کې یې د شورابي قشلاق سیمه نیولې ده او د مرچو غونډۍ ته رسیدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x