افغانستان

د «رستا خیز تغییر» حرکت لاریون په سوله‌ییزه توګه پای ته ورسېد

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ چنګاښ ۱۳۹۶ل):د «رستاخیز تغییر» په نوم حرکت نننی لاریون چې سلګونو کسانو په کې برخه اخېستې وه، له تاوتریخوالي پرته پای ته ورسېد.

دغه لاریون نن د کابل ښار د شمال څخه د کاروان په شکل چې ګلابي ډول رنګ بیرغونه ورسره وه، سهار مهال پیل شو.

د لاریون په پای کې لاریون کوونکو مکرویانو ته نېږدې د احمدشاه مسعود واټ کې خپل اعلامیې کې په امنیتي ارګانونو کې د اصلاحاتو او یو شمېر حکومتي مشرانو د لرې کولو غوښتنه شوې وه.

دغه لاریون کوونکو چې شمېر یې درې سوه کسانو ته  رسېد ګواښ کړی چې که حکومت یې غوښتنې ونه مني دوی به لاریونونو ته دوام ورکړي.

د لاریون سنبالوونکو له خلکو غوښتي وو چې لاریون د هارنونو په وهلو پیل کړي. کابل کې عموما د هارن وهل د خلکو د ځورنې په معنا دی.

د یادونې وړ ده چې د رستاخیز تغییر حرکت په روژه کې تر هغه وروسته د کابل سرکونو د خلکو پر مخ وتړل چې په وزیر اکبر خان کې یوه لویه چاودنه وشوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)

دا خلک چی دی دوی د لنډغرو ډله ده د نن ورځی لاریون یی د دی لپاره وه چی ولسمشر غنی د دوی حقونه ورکړی او هغه حق یی د همجنسګرایی حق دی دوی پخپله ننه نی لاریون کی د همجنسګرایانو بیرغونه راخیستی ول او دوی غواړی چی دلته هم همجنسګرایی عامه شی د دوی هدف همداو نه بل شی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x