افغانستان

بهرني او دولتي ځواکونو د «ناوې ولسوالۍ» د بیا نېولو لپاره عملیات پیل کړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۱۲مه ۱۳۹۶ل): د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د بهرنیو ځواکونو سره ګډ د ناوې ولسوالۍ د بیا نېولو لپاره یې نظامي عملیات پیل کړي دي.

دغه عملیات بېګا شپه د درې لورو څخه د بهرنیو ځواکونو په ملاتړ پیل شوي دي.

افغان چارواکو د عملیاتو د پیل سره ادعا کړې چې تر دې دمه یې ۴۰ تنه طالبان وژلي او ۳۰ نور يې ټپیان کړي دي.

دوی زیاته کړې چې عملیات تېره شپه شاوخوا ۹ بجې د امریکايي ځواکونو د هلیکپترونو له خوا پر ډزو پیل شول او هدف یې د مرکز لښکرګاه سره په لس کیلومترۍ کې د عینک سیمه چې د تېر یو کال څخه د طالبانو او حکومتي ځواکونو د جګړې لومړۍ کرښه ده، و.

د هلمند د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالسلام افغان ویلي چې په دغو عملیاتو کې بهرني ځواکونو او دولتي کوماندویي ځواکونه شریک دي.

هغه زیاته کړې چې د دوی لومړی هدف مرکز لښکرګاه د متوجه ګواښونو لرې کول او بیا د ناوې ولسوالۍ نېول دي.

ناوه ولسوالۍ د تېر یو کال راهیسې د طالبانو تر کنترول لاندې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سلطا ن صا لحی له قز وین سخه

په کابل کشی دفرعون سفیر د ی فرعون یت داستقلال روز په شعر و سره وه لمانزله اوفرعونی سفیر داسی ویناوحاضرینوته واوره وله چی دآمریکا سترفرعونی اوصلیبب جمهوریت خپله یوسرطان اویوه ریشه غنی اوبله ریشه ئ عبدالا الا دی اودنوری میده ا وخبیثی ریشی دی اودی دی سرطانی دانی اویاغودی ته دیرسخت اودیر شدید دی جراحی ضرورت دی اودیر شدید اوحازیک جراحان غواری چی هغه دی دی فرعونی غودی اویاخبیثی دانی اوخبیثوریشو داکتران سوکدی دی دغو خبیثوریشو اوخبیثی دانی داکتران داکتران دکتران دغه قهرمان مجاهدین فی سبیل لله دی اودجالونو اوملعونانو اونوکرانو#####

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x