دیني، سیرت او تاریخ

د یو موضوعي حدیث په اړه څېړنه او تحقیق‎

لیکنه او څېړنه: م. حمد الله (دانشمند)

یو حکایت په عامه پاڼو په دوه عنوانه نشر شوی: “عربي”، “پښتو”، د دواړو نسبت نبي علیه السلام مبارک ته شوی؛ خو دواړه عنوانه موضوعي، مصنوعي (له ځان نه جوړ شوي) دي، د حدیثو په کتابونو کې د دې فن د پوهانو په آند هیڅ اصل او شتون نه لري. لومړی عنوان (عربي): “ﻗﺼﺔ ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﻣﺤﻤﺪ ﺻلی ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﻣﻊ ﻗﺪﺡ ﺍﻟﻌﻨﺐ”.

د معنون پښتو ژباړه یې ستاسو مخ ته یږدم: حکایت دی، چې له اهل الصفة صحابه و نه یو ناداره صحابي یوه کاسه له انګورو نه ډکه د نبي علیه السلام په مخ کې کېښوده، هغه مبارک یې په خوړلو پیل وکړ، د لومړۍ دانې په خوړلو یې (تبسم) نرمه موسکا وکړه، دا راز د دوهمې – درېیمې، یاد وګړی ور ته ګوري، نژدې و، چې له زیاتې خوښۍ نه الوتی وای! صحابه کرام ور ته ګوري. د هغه مبارک عادت داسې و، چې هغوی به یې هرو مرو په خوراکي سوغات شوي څيزونو ور شریکول، یواځې به یې خوراک د هغوی په وړاندې نه کاوه. هغه مبارک یوه – یوه دانه خوري په داسې حال کې، چې نرمه موسکا یې په شونډو مبارکو خپره وه تر څو چې کاسه یې ختم کړه – تر هغه دي زما مور او پلار ځار شي – صحابه حیران دي! کوچي رخصت شو په داسي حال، چې ډېر خوښ برېښېده. یوه له صحابه و نه ترې و پوښتل: اې د الله پاک استازې! د عادت خلاف دي موږ په خوراک درګډ نه کړو؟ هغه مبارک وخندل، ور ته ویلې: تاسو د یاد کوچي خوښي په یاده کاسه ولیده، ما چې کله لومړۍ دانه خولې ته واچوله، هغه ترخه وه، وېرېدم: که تاسو را سره شریک شئ، داسې څه به مو تر خوله ووځي، چې د هغه خوښي او خوشالي له منځه یوسي.

د دې سپېڅلي فن د پوهانو په وینا داشونې نه ده، چې نبي علیه السلام مبارک دې یواځې د هغوی په وړاندې خوراک کړی وي؛ ځکه د هغه عادت مطهره داسې نه و. دا راز انګور چې پاخه نه وي، ور ته (حامض) تروه ویل کېږي، نه (مر) ترخه. تر ټولو علاوه لا دا، چې یاد حدیث یوه کتاب هم نه دی روایت کړی.

دوهم عنوان (پښتو): ” بادام او د رسول الله (صلی الله علیه و سلم) خندا”.

مضمون یې کټ مټ تېر حکایت ته ور ته دی؛ خو دلته د انګورو په ځای له بادامو نه یادونه شوې.

د همدې حکایت حواله په “عظات و عبر من احادیث الرسول (صلی الله علیه وسلم)” نومي کتاب ور کړل شوې؛ خو یاد کتاب – چې د نبوي مسجد د مدرس (ابو بکر جابر الجزائري) تالیف دی، ۴۰ مخونه لري او د بخاري شریفي د ۲۰ حدیثونو نه عبرت او وعظ پکې را چڼ او غونډ شوی – ما پاڼه په پاڼه مطالعه کړی، هیڅ داسې/دې ته ورته حکایت پکې شتون نه لري.

تېر ته په کتو درنو لوستونکو د حدیثو په باب کې له ډېر احتیاط، او پوره باور نه کار باید واخستل شي، تجاسر (زړه ورتوب) او لاوبالي په دې عمیق او ژور دریاب کې د انسان د هلاکت لامل ګرځي. د موضوعاتو، مصنوعاتو، مختلقو او لا اصل حدیثونو پر ځای باید له صحي وو نه ګټه پور ته کړل شي، خدای مکړه، د دې سخت او وېرونکې متواتر وعید تر چتر لاندې را نشو

(ﻋَﻦْ ﺍﻟْﻤُﻐِﻴﺮَﺓ ﺑْﻦ ﺷُﻌْﺒَﺔ ﻗَﺎﻝَ : ﺳَﻤِﻌْﺖ ﺭَﺳُﻮﻝ ﺍﻟﻠَّﻪ ﺻَﻠَّﻰ ﺍﻟﻠَّﻪ ﻋَﻠَﻴْﻪِ ﻭَﺳَﻠَّﻢَ ﻳَﻘُﻮﻝ :
” ﺇِﻥَّ ﻛَﺬِﺑًﺎ ﻋَﻠَﻲَّ ﻟَﻴْﺲَ ﻛَﻜَﺬِﺏٍ ﻋَﻠَﻰ ﻏَﻴْﺮِﻱ , ﻓَﻤَﻦْ ﻛَﺬَﺏَ ﻋَﻠَﻲَّ ﻣُﺘَﻌَﻤِّﺪًﺍ ﻓَﻠْﻴَﺘَﺒَﻮَّﺃْ ﻣَﻘْﻌَﺪﻩ ﻣِﻦْ ﺍﻟﻨَّﺎﺭ ” . ﻣﺘﻔﻖ ﻋﻠﻴﻪ)

ژباړه: له “مغیرة بن شعبة” (رضی الله عنه) نه روایت دی، وایي: ما له نبي علیه السلام مبارک نه واورېدل، ویلې: په حقیقت سره درواغ پر ما داسې نه دي، لکه: درواغ پر یو چا، هر چا چې پر ما په قصدي توګه درواغ و تړل؛ نو خپل ځان ته دي په دوږخ کې د ناستې ځای تیار کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

جزاک الله خیرا – ډیر مهم تحقیق دی کړی دی او په اوسنی وختو کې ډیر خلګ یو قسم اسلامی نومونه خپلو ویب پاڼو ته تراشی او دا موضوعی حدیث او نابلده قصی راوړی د خپل شهرت لپاره – الله رب العزة دی موږ او دوی ته سمه لار راوښیی آمین – بعضی خو بیا نور بد افکار هم په دغه ډول خلګو ته رسوی حتی چې بعضی داسی کسان یا ښځی وی چې ټول کیفیت یی د کفارو سره مشابه وی –

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x