
کویټ د قطر ځوابونه تر لاسه کړي دي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۱۲مه ۱۳۹۶ل): قطر د څلور هیوادونو د غوښتنو ځواب کویټ ته سپارلی دی او څلورو هیوادونو ویلي چې دوی به غور باندي وکړي.
نن د دوشنبې په ورځ د قطر بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن کویټ ته په رسمي سفر ورسید او هلته یې د کویټ امیر شیخ صباح الاحمد الصباح ته د قطري امیر یو لیک وسپاره.
قطر ویلي وه چې د امیر په لیک کې د هغو غوښتنو ځوابونه هم شوي چې د جون میاشتې پر ۲۲مه څلورو هیوادونو ددوی څخه کړي وې.
تېره ورځ کویټ د څلورو هیوادونو څخه غوښتي وه چې د ځوابونو تر لاسه کولو لپاره دوه ورځې نور منتظر شي، چې هغوی ورسره منلې وه او ویلي وه چې د قطر له لوري ورکړل شوي ځوابونه به وڅیړي.
تر اوسه معلومه نه ده چې د قطر له لوري به څه ځواب ورکړل شوی وي خو ددې تر مخه ددغه هیواد بهرنیو چارو وزیر رسنیو ته ویلي وه چې یوه غوښتنه هم د منلو وړتیا نه لري ځکه چې د نړیوال بشري او سیاسي قانون سره په تضاد کې دي.
محمد بن عبدالرحمن په ایټالیه کې رسنیو ته وویل چې دغه ۱۳ غوښتنې ددې لپاره قطر ته ورکړل شوي دي تر څو رد شي. ځکه چې دا غوښتنې په مذاکراتو نه ارزي، عملي کول خو لیري خبره ده.
بل خوا د سعودي بهرنیو چارو وزیر ویلي وه چې دا غوښتنې ددې لپاره قطر ته ورکول شوي دي تر څو یې عملي کړي، د مذاکراتو لپاره نه دي.
ټاکل شوې چې په قاهره کې د څلورو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د راتلونکې چارشنبې په ورځ ملاقات وکړي تر څو د قطر ځوابونه وارزوي او خپل راتلونکی موقف واضح کړي.
د کویټ رسنیو ویلي چې ددغه هیواد بهرنیو چارو وزیر هم قاهرې ته غوښتل شوی دی.
په کویټ کې د الجزیرې خبریال سعد السعیدي ویلي چې د نن ورځې غونډو څخه داسي ښکاري چې کویټ د قطر په ځوابونو مطمئن دی او داسي ښکاري چې د شخړې په هواری کې پرمختګ راتلای شي.
باید وویل شي چې د سعودي، امارات، بحرین او مصر له لوري د جون پر ۵مه نېټه د قطر سره دیپلوماتیکي اړیکې پرې شوې او ورسره هر اړخیز بندیزونه ولګېدل چې قطر یې ځمکني، سمندري او هوايي محاصره بولي خو څلور هیوادونه وايي چې دوی قطر محاصره کړی نه دی بلکي اړیکې یې ورسره پرې کړي دي.
څلور هیوادونو د جون میاشتې پر ۲۲مه د قطر څخه ۱۳ غوښتنې وکړې، چې په هغو کې د ایران سره اړیکې کمول، د ترکيې پوځي اډه بندول، د الجزیرې تلویزون بندول او د اخوان المسلمین، حماس او نورو اسلامي ډلو د کومک څخه لاس اخیستل یی اساسي ټکي دي.