معصوم ستانکزی

سرچینه: معصوم ستانکزی په پټ سفر ترکیې ته تللی دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۱۳مه ۱۳۹۶ل): یو شمېر سرچینو په کابل کې یوه تلویزون ته ویلي چې د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزی ترکیې ته تللی دی تر څو د ترکي چارواکو سره خبرې وکړي.

سرچینو دا نه ده په ډاګه کړې چې ستانکزی به د ترکي چارواکو سره پر کومو موضوعاتو خبرې وکړي.

باید وویل شي چې نوموړی په داسي وخت کې ترکیې ته په پټ سفر ځي چې هلته درې ورځې تر مخه درې سیاسي ګوندونو، جنبش، جمعیت اسلامي او حزب وحدت د «د افغانستان لپاره د خلاصون لاره» په نامه ایتلاف اعلان کړی دی.

د سیاسي چارو د کارپوهانو په نظر د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم، د بلخ ولایت والي عطا نور او د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال استاد محقق په ګډون دغه نوی ایتلاف د اشرف غني د حکومت لپاره په تیرو درو کلونو کې تر ټولو لوی سرخوږی دی .

که څه هم ددغه ایتلاف پر ضد په رسنیو کې پراخ منفي کمپاین پیل شوی دی او یو شمېر سیاسي څېرو توندې نیوکې باندي کړي دي خو تر اوسه په رسمي ډول ارګ او د اجرائیه ریاست غبرګون نه دی باندي ښودلی.

د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله له دفتر څخه ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې د نوي ایتلاف په اړه مشورې رواني دي، ډاکټر عبدالله کیدای شي کابل ته د محقق د راګرځېدو وروسته خپل موقف بیان کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د