fbpx

مکسیک: یوه ښاروال د تمساح سره واده کړی دی / انځورونه او ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۱۳مه ۱۳۹۶ل): د یوه پخواني رسم او رواج پوره کولو لپاره د مکسیک یوه ښاروال د تمساح سره واده کړی دی.

د واده د مراسمو په لړ کې د زوجینو موټر د مکسیک په جنوب کې د «سان بیدرو هوامیلولا» ( San Pedro Huamelula) ښار پر لویو لارو وګرځېدی او بیا په ښاروالۍ کې په رسمي ډول نکاح وتړل شول.

په انځورونو کې ښکاري چې په واده کې تمساح ته د واده ښځینه سپنیې جامې ور اغوستل شوي دي.

د سیمې خلک په دې عقیده چې د تمساح سره واده کول په سمندر کې کبان زیاتوي او نور سمندري رزق ورته ډیروي چې دوی همدا رواج د پیړیو راهیسي لمانځي.

په دغه سیمه کې د شونتال په نامه قبیله تمساح یو ملایکي مخلوق بولي او د هغه سره په داسي احترامانه چلند سیمې او اوسیدونکو ته امن او پرمختګ راولي.

د یوه بل کلي ښاروال هم په ورته توګه واده کړی:

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)
میلمه
عبدالولی (فهیم)

وی پکه دا دی لا بله سپکه یاره د دی لعنتی خلکو ځخه به نور څه واورو.