
د ښاغلي جهاني پر وروستۍ لیکنه د عبدالمجید ارغستاني تبصره!
عبدالمجید راغستاني
ښاغلي جهاني د کاندید وزیرانو سره د ولسي جرګې د وخت لومړی مرستیال حاجي ظاهر قدیر او ډاکتر عبد الله په کورونو کي د غونډو بهیر په یوه لیکنه کي د یو عیني شاهد په توګه را نقل کړی دئ. لیکنه ډیرو دوستانو لوستلې ده، زه غواړم د دوستانو پر پوښتونو یو ځغلنده نظر ولرم.
یو متل دئ چي ” د ښار دروازې تړلي کیږي، خو د خلګو خولې نه تړلي کیږي” زه به لږ وړاندي ولاړ سم.
کوم وخت چي ښاغلي جهاني ته د وزارت وړاندیز وسو، دوه نظرونه موجود وو: -یو شمیر ډیرو دوستانو ویل چي جهاني باید دا وړاندیز ومني او دلایل یې هم د درک وړ وه. -یو شمیر نورو دوستانو بیا ویل چي دا حکومت د مریض بړستن ده، جهاني باید دا دنده و نه مني .دوی هم یقنآ مقنع دلایل درلودل.
زه به ښایي له لومړیو کسانو وم، چي له دې موضوع خبر سوم او له جهاني سره مي څو واره پر یاده موضوع خبري وکړې. په کل کي عام نظر دا وو چي ښاغلی جهاني باید دا وړاندیز ومني دلایل هم روښانه وه.
د دې خبري یادول مي ځکه اړین وبلل چي جهاني هغه وخت هم له ډیرو دوستانو او نظر خاوندانو سره مشورې وکړې او دوه دلیله ډیر ښکاره وه:
-لومړی دا چي جهاني نه ورځي، نور وطندوسته او پر وطن مین کسان ځان وباسي، نو دا ډرام خو به همداسي دوام کوي. -سبا به ډاکتر اشرف غني خلګو ته وایي چي زما سره چا همکاري نه کول.
راځم اصلي موضوع ته:
زه یقین لرم چي د ښاغلي جهاني لیکنه په لوی اکثریت هرکلی سوه او یقینآ د هیواد په سیاسي بهیر بې اغیزي نه ده. یو شمیر محدود دوستانو یو شمیر پوښتني او شکونه څرګند کړي دي چي مهم یې په لاندي ډول دي:
-جهاني ولي د خپل وزارت په وخت کي دا حقایق نه ویل؟
-جهاني ولي په همهغو ورځو کي په پارلمان کي دا خبره نه مطرح کوله.
-جهاني ولي ټوله وکیلان فاسد بللي دي؟
-جهاني تر استعفاء وروسته ولي سمدستي دا کیسه نه افشا کوله؟
لومړی باید عرض وکړم چي که دوستان د جهاني لیکنه دقیقه ولولي دغه او دې ته ورته ډیر سوالونه حلیږي لاندي مطلب ته توجه وکړئ:
“د شپې خبري، د حاجي ظاهر قدیر د انتظار په خلاف، ډېري پټي پاته نه سوې.( دیوار موش دارد، موش ګوش دارد) موږ د وکیل صاحب په کور کي غرمنۍ پای ته رسولې وه چي له ټلوېزیون څخه د پارلمان مستقیم جریان خپور سو. په اولسي جرګه کي د حاجي ظاهر قدیر او د پروان د وکیل حاجي الماس زاهد تر منځ خبري ترخې سوي وې او حاجي الماس د تېري شپې جریان او له کاندید وزیرانو سره د هغه په کور کي د خبرو موضوع او له هغوی څخه د ټلفونونو د قیدولو خبره را میدان ته کړه.
هغه وکیلان چي په موضوع نه وه خبر د ټولو خولې وازي پاته وې. په زړه پوري خبره دا ده، چي ظاهر قدیر پر ټول جریان منکر سو او وې ویل چي ستا ټولي خبري بېځایه او غلطي دي. کاندید وزیرانو، چي له دغي اولسي جرګې څخه به یې لا وروسته د اعتماد رايي تر لاسه کولې، نه څه وویل او نه څه ویلای سوای؛ ځکه چي نه چا خصوصي او نه عامه پوښتنه ورڅخه وکړه.”.
اوس پوښتنه داده چي په ولسي جرګه کي د ټولو مطبوعاتو په مخ کي دا موضوع د یوه زورور وکیل له خوا مطرح سوه. وکیلان، حکومت، ولسمشر، قضاء او ولس ټول په خبر سوه چا یې پوښتنه وکړه؟
-ولي جهاني د استعفی نه وروسته سمدستي دا کیسه افشا نه کړه؟
لومړی خو پورته چي اشاره ورته وسوه، موضوع افشا سوی وه او ښاغلی جهاني یا بل هر څوک د کابینې د وزیر په توګه نه سي کولای ټولي پیښي او خاطرې په یوه یا دوو ورځو کي ولیکي. ښاغلی جهاني ممکن یوازنی وزیر وي، چي تر اوسه یې ډیر مهم مسائیل او خاطرات لیکلي دي.
–زما استعفاء (دلیکنو لوستلو لپاره کلیک پر وکړئ)
–د سولي کیسه ( دلوست لپاره کلیک پر وکړئ)
-یوه ترخه او نه هیریدونکې خاطره (دا اوسنۍ لیکنه)
که درې پورتنۍ لیکني و ارزول سي یقنآ زموږ د اوسني حالت او موجوده دولت ډیر تاریک کونجونه به روښانه سي.
وروستۍ خبره دا چي له دوستانو او منورو افغانانو نه هیله کوم چي نه یوازي د جهاني د هر چا د سترګو لیدلي حال او دقیق معلومات و ارزوئ، نه دا چي د جهاني شخصي او علمي ژوند ترتبصرو لاندي راولئ.
موږ افغانان یو دلیل لا پیدا کوو.
-که څوک په حاکمیت کي پر رهبرۍ انتقاد کوي، بیا همدغه دوستان وایي”هم د دولت معاش او امتیازات اخلي او هم دولت تخریبوي”.
-که څوک بیا استعفاء ور کړي، لکه داود صبا ،جهاني او نورو همدغو دوستانو ویل” وتښتیدل غني یې یوازي پریښودئ”
-که څوک وزارت او ریاست ونه مني بیا وایي” نو چي دا خلګ مرسته نه کوي. نو ولسمشر به خود پر لنډه غرو تکیه کوي”.
-که څوک د حاکمیت له دباندي دولت تنقیدوي بیا وایي” دوی ته چوکۍ نه ده رسیدلې “.
راځئ قضاوتونه د واقیعت پر بنیاد وکړو. ټول هغه وزیران، وکیلان او نور چارواکي او عیني شاهدان وستایو ویې هڅوو، چي واقیعتونه له ولس سره شریک کړي.
هغوی چي وایي ناوخته یې دا لیکنه کړیده وایم ولي یې ناوخته بولئ؟
نه د ولسي جرګې انتخابات سویدي او نه چارواکي بدل سویدي. د نړیوالو او افغاني قوانینو په اساس جرم که سل کال وروسته هم ثابت سي جرم دئ. اوس هم هغه ظاهر قدیر، هغه وکیلان ، هغه ولسمشر او اکثره همهغه وزیران دي. تاسو فکر کوئ څوک به سپوڼ ووهي؟
اوس دا دئ زه او ته او ولس ټول خبر سو وبه ګورو چي په راتلونکو ټاکنو کي بیا دغه پهلوانان راځي او که نه؟
تر څو په حقایقو خبر نه سو دا ماته کښتۍ تر ساحله نه رسیږي، د هغوی ژبه او قلم مه بندوئ چي کم تر کمه یوه رشتېا خبره هم تر ولس پوري رسوي.
ژوندي اوسئ
عبدالباری جهانی له همعغه لومړیو وختونو چی اشرف عنی د جمهوری ریاست لپاره ځان کاندید کړ د اشرف عنی سره مخالف وو د عبدالباری جهانی دا ډول دریځ وو چی باید زلمی رسول د افغانستان جمهور ریس شی او که دا کار امکان نلری نو باید چی بیا ډاکټر عبدالله د افغانستان جمهور ریس شی . خو د نوموړی د توقع خلاف اشرف غنی د افغانستان جمهور ریس شو او دا بیا د اشرف غنی د اند خامتیا وه چی نوموړی یی د وزیر په توګه وټاکه ځکه چی اشرف عنی ددی پټو کړیو له رښتنی اهدافو څخه پوره معلومات… نور لوستل »
د نوموړو کړیو افکار د شعیه مذهب او صفویت څخه سرچینه اخلی چی نن د انکریز په چوپړ کښی دی
محمد نعیم سادات صاحب ! دا سمه ده چه جهانی یو کمونست او اپرچونست دی ، پرونی کمونستان لکه اتمر ، ستانکزی ، علومی ،بابا جان ، ګلاب زوی ، اشرف غنی او داسی نور ټول اپورچنسټان ، سکولریستتان د هماغه چا په اخور کی ارداوه خوری او د هغوی په چوپړ کی دی چه پرون یی د مرده باد امپریالیزم شعارونه زمزمه کول. جهانی د همدغه مقام د ترلاسه کولو د پاره د اسدالله خالد کمونست ( قاتل او حاسوس) ته چاپلوسی کوله روغتون ته به یی تل مندی ورته وهلی باور لرم چه هغه منډو به هم ورته… نور لوستل »
تقدیر..تقدیر..تقدیر ..تقدیر ..تقدیر ..تقدیر ..تقدیر ….
محترم افغان صاخب د اشرف غنی د شخصیت مسله بیله مسله ده دلته زما بحث پر غبدالباری جهانی وو ، ددی لپاره چی لوستونکو ته د نوموړی څیره ښه بربڼډه شی زه د نوموړی له شعرونو څخه یوازځی یو بیت د مثات پډول دلته رانقلوم او لوستونکی دی قضاوت پری وکړی عبدالباری جهانی وایی ( دا جنت یا د ملا او یا میرزا دی ، یا چی نلری غیرت د هغه چا دی ) دلته عبدالباری جهانی وایی چی (هغه جنت چی موږ او تاسی ټول مسلمانان یی په امید ژوند تیروو د بی غیرتو کسانو ځای دی .) یغنی… نور لوستل »
له (توقو) څخه زما مطلب ( توقع ) وه بښنه غواړم
ستاسو دا کار چې د کمونسټانو او ملحدینو څیری بربنډوی ډیر لوی جهاد دی د الله جل شانه څخه تاسو او ټولو مسلمان لیکوالانو ته توفیق درته غواړم کامیاب او سرلوړی اوسی – دده (جهانی) ملعون د بیت څخه دا هم د ورایه ښکاری چې ملا او میرزا بیغیرته دی او دده ملعون ټوله ژوند په بیغیرتی کې تېر سوی دی – خذله الله تعالی وقاتله
دومره اپړو دوپړو ته ضرورت نشته ! په افغانستان کې په دولتي چوکۍ کې کار کول او بیا د اشغالګرو له بودجې څخه معاش اخیستل حرام دي او لویه ګناه ده ! ددې فاسدینو دولت داسې جوړ شوی چې جوړښت یې رشوت او بډو ته یوه لویه کنده او خندک برابره وي او برابر کړی یې دي ! کار کول پکښې حرام او معاش یې مردار دی ! هو له خارجه ټول هغه کسان ورغلي دي دي چې په خارج کې یې جارو کشي کولي او په افغانستان کې د اشغالګرو له لوري لوړ لوړ معاشونه اخلي ، زه یې… نور لوستل »
سادات صاحب سلامونه او نیکی هیلی می ومنی هر څوک او خبل نظر یی، مګر دا به نه هیروو ، چه زمونږ د لیکنو اوتبصرو هر لغت او جملی هم د ملت او هم د کرام الکاتبین له خوا راسره محاسبه کیږی الله ج فرمایی چه د ذری ذری حساب کیږی غلط الفاط لکه تاسی چه د جهانی د شعر یو الحادی بیت رانقل کړی ، همدغه یو بیت د هغه د الحاد اثبات کوی دا چه خلک وایی د کفر کلیمه ووایه همدغه بیت د کفر کلیمه ده، د همدغه یو بیت له امله د هغه کفری او غلامی… نور لوستل »