
نړۍ
فرانسه کې یو کس په ډزو وژل شوی، شپږ ټپيان دي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۱۳مه ۱۳۹۶ل): د فرانسې په جنوب کې دوه نامعلومو وسلوالو پر عامو خلکو ډزي کړي چې له امله یې یو تن مړ او شپږ نور ټپيان شوي دي.
پېښه د فرانسې په جنوبي ښار تولوز کې را منځته شوې ده. او د « فرانس انفو» راډیو ویلي چې په ټپيانو کې ددوه کسانو ژوند له خطر سره مخ دی.
رسنیو ویلي چې دواړه بریدګر له سیمې څخه په تیښته بریالي شوي دي.
باید وویل شي چې تېره شپه هم د فرانسې په جنوبي ښار کې د مسلمانانو پر یوه مسجد باندي دوه وسلوالو ډزي کړي وې او بیا په تیښته بریالي شوي وه. خو د نن ورځې د ډزو هدف تر اوسه ناڅرګند دی.
#TOULOUSE Toulouse : au moins un mort et plusieurs blessés dans une fusillade https://t.co/oGbORe2rrO (LCI) pic.twitter.com/coYG0v0YYh
— Toulouse Live (@ToulouseLive) ٣ يوليو، ٢٠١٧