افغانستان

هلمند کې نهه کمانډو عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۱۳مه ۱۳۹۶ل): هلمند کې د وروستيو جګړو او عملياتو پر مهال د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښتو کې نهه کمانډو عسکر وژل شوي دي.

د هلمند ځايي سرچينو ويلي، چې امنيتي ځواکونو د نور هلمند سربېره د ناوې ولسوالۍ د نيولو لپاره پراخ عمليات پيل کړي وو، خو د طالبانو له لوري په ځوابي بريد کې دغه عمليات ناکام شول.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې کمانډو عسکر د ناوې ولسوالۍ د امير سالم اغا زيارت ته څېرمه د هوا له لارې ښکته شول، چې طالب جنګيالي ورته له مخکې په کمين کې وو او درانه بريدونه يې پرې پيل کړل.

دښاغلي مجاهد په وينا په دغه نښته کې نهه کمانډو عسکر وژل شوي او يو شمېر نور ژوبل دي. طالبانو دا هم ويلي، چې په دغه جګړه کې د دوی دوه جنګيالي هم وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

بايد وويل شي، چې حکومت په هلمند کې له تېرو څو ورځو راهيسې د طالبانو له لوري د کلابندو ولسواليو د خلاصون په موخه عمليات پيل کړي او هڅه کوي، چې هلمند کې د طالبانو واک کمزوری کړي، خو د ځايي خلکو په وينا امنيتي ځواکونو تر اوسه کوم پرمختګ نه دی کړی.

د يادونې وړ ده، چې افغان عسکرو سره په دغه جګړه کې امریکايي پوځيان هم ملګري دي، دغه بهرنيو عسکر د هوايي بمبار سربېره له ملي اردو سره په ځمکنۍ جګړه کې هم مرستې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x