افغانستان

امریکايي سفیر: ډاکټر عبدالله «مثالي شخصیت» او د امریکا «پخوانی ملګری» وباله / ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۱۳مه ۱۳۹۶ل): نن په کابل کې د امریکا په سفارت کې د امریکا د خپلواکۍ ۲۴۱مه کلیزه ولمانځل شوه او د اجرائیه رئیس په ګډون د ګډحکومت جګپوړو چارواکو په کښي ګډون کړی وو.

غونډي ته د وینا پر مهال د امریکا سفیر وویل چې په افغانستان کې اداري فساد د کېنسر نارغۍ غوندي خپور شوی دی، چې باید علاج یې وشي او په فساد ککړ چارواکې محکمې ته را کش کړل شي.

نوموړي وویل چې افغانستان له تیرو څلویښتو کلونو راهیسي په جګړه کې دی، د شوري یرغل او بیا د طالبانو تر واکمنۍ پوري شخړو جریان لرلی، خو په وروستیو ۱۶ کلونو کې ډېر پرمختګ راغلی دی او افغانستان ډیرې لاسته راوړنې لري، چې امریکا به یې په ټول وس او توان حفاظت کوي.

نوموړي وویل چې د ولسي جرګې او بیا ولسمشریزي ټاکنې پر ټاکلې وخت او رڼه توګه تر سره شي تر څو پر حکومت باندي دولس باور زیات شي.

د امریکا سفیر غونډي ته د ډاکټر عبدالله پر راتګ د هغه څخه مننه وکړه او هغه یې د افغانستان لپاره وطن دوست، یو مثالي شخصیت او د امریکا ډېر پخوانی ملګری وباله.

باید وویل شي چې امریکا په افغانستان کې په داسي وخت کې ۲۴۱مه خپلواکي لمانځي چې د ډیرو افغانانو په نظر دوی اوس هم د افغانستان خپلواکې تر پښو لاندي کړې ده او افغانستان یې اشغال کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x