افغانستان

امریکايي سناتوران د اسلام اباد وروسته کابل ته رسیدلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۱۳مه ۱۳۹۶ل): د امریکا په کانګریس کې د دولتي ځواکونو د کمېټې مسؤول «جان مکین» او ورسره پلاوی نن ورځ کابل ته رسیدلی دی.

نوموړی ددې تر مخه په اسلام اباد کې وو او هلته یې د سیاسي او پوځي چارواکو سره لیدنې کړي وې.
په کابل کې د ناټو مطبوعاتي دفتر پر خپل ټویټر لیکلي چې امریکایي سناټوران به د امریکايي پوځي جنرالانو سره وګوري.

ټاکل شوې چې په کابل کې د ولسمشر اشرف غني، ډاکټر عبدالله او یو شمېر نورو چارواکو سره هم وګوري.

باید وویل شي چې جون ماکین په پاکستان کې د سرتاج عزیز سره په ملاقات کې ویلي وه چې د افغانستان سوله او سوکالي د پاکستان له همکارۍ پرته ناممکنه ده.

د جان مکین سره په پلاوي کې نور امریکايي سناتوران لنډسي ګراهام، شیلون وایټ هاوس، الزابیت وارن، او ډیوډ پیرډو هم ملګري دي.

دوی پاکستان او افغانستان ته په داسي مهال سفر کوي چې په امریکا کې دفاع وزارت د اضافي ځواکونو را لیږلو لپاره د نوي ستراتیژي په جوړولو بوخت دی، او ټاکل شوې چې د جولايي میاشتي په منځ کې نوې ستراتیژي اعلان شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x