افغانستان

امریکا په افغانستان کې د پراخې جګړې هوډ لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۱۳مه ۱۳۹۶ل): د امریکا د بهرنيو چارو وزارت افغانستان او پاکستان لپاره د ځانګړي استازي د دفتر په لغوه کولو د سياسي چارو يو شمېر کارپوهانو ويلي، چې امریکا افغانستان کې د سولې پر ځای د اوږدې او پراخې جګړې هوډ لري.

د سياسي چارو روسی کارپوه دميټري نيرسيسوف د روسيې «براوډا رو» ورځپاڼې ته په خپله مقاله کې ليکلي، چې د افغانستان ترينګلي  حالت او د مخالفينو د فعاليتونو د زياتېدو پر مهال امریکا افغانستان او پاکستان لپاره د ځانګړي استازي دفتر لغوه کړ او له دې ښکاري، چې امریکا غواړي افغانستان يو ځل بيا په توره بوړه واړوي.

ليکوال زياتوي، چې امريکا په لوی لاس د افغانستان په ګډون د سيمې امنيت له ګواښ سره مخ کوي او هڅه کوي له دغو نا امنيو د خپلو ګټو لپاره کار واخلي.

د ليکوال په باور د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پنټاګون ته د اضافۍ عسکرو د لېږلو واک سپارلی، په داسې حال کې، چې نه يې له افغان ولسمشر سره سلامشورې کړي او نه يې هم تر اوسه د سياسي جوړجاړي لپاره روانو هڅو ته درناوی کړی دی.

دميټري نيرسيسوف ليکلي، چې مسکو او بيجينګ له تېرو څو مياشتو راهيسې د ښکېلو افغان لوريو تر منځ د روغې جوړې هڅې پيل کړي، په دې اړه يې له افغان حکومت او طالبانو سره د سولې خبرې کړي. دی وايي، چې افغان حکومت او امریکا د طالبانو د له منځه وړلو توان نه لري او طالبان هم نه شي کولای، چې ټول افغانستان په يوازې ځان ونيسي.

د ليکوال په باور افغانستان کې د داعش فعاليتونه د دغه هېواد سربېره د ټولې سيمې لپاره ګواښ دي او نړيواله ټولنه بايد د داعش ځپلو لپاره په ګډه هلې ځلې وکړي.

د طالبانو او داعش تر منځ د توپير په اړه دغه روسی ليکوال وايي، چې داعش يوه پردۍ او اجنبي پديده ده، په داسې حال کې، چې طالبان د يو څرګند منشور له مخې په افغان ولس کې پراخې رېښې لري او حکومت بايد له طالبانو سره خپل ستونزې راکمې کړي.

دميټري نيرسيسوف ليکلي، چې روسيه، چين او ایران د افغان سولې په تړاو له کابل او اسلام اباد سره په اړيکه کې دی او که امریکا هم په دغه پروسه کې ګډون وکړي، نو ډېر ژر به پرمختګ وکړي.

ليکوال وايي، چې امریکا د سولې بهير پر وړاندې خنډونه راپورته کوي او د سيمه‌ييزو هېوادونو د سولې د هڅو په ځواب پر مسکو له طالبانو سره د مرستو تورونه لګوي.

د مقالې په پای کې ليکوال وايي، چې امریکا له همدې امله د سولې د بهیر پر وړاندې خنډونه راپورته کوي، چې د افغانستان ترنيګلي حالات د خپلو ګټو لپاره د افغان ولس او سيمه‌ييزو هېوادونو پر ضد وکاروي او په افغانستان کې يې د امريکا پوځي اډې د ایران، روسيې او چين لپاره ګواښ بللي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد حذیفه

د افغانستان اسلامی امارت (طالبان) باید نه هم د روسی لیکوالانو او نه هم د امریکایی لیکوالانو او نه هم د نورو لیکوالانو د لیکنو تر تاثیر لاندی راشی بلکه د هر څه په اړه باید د حقایقو او حالاتو د ارزولو په رڼا کښی خپل مستقل نظر ولری همدا هماغه څه دی چی ددوی بقا تضمینوی کنی هسی خدای مکړه یا یی هم روسان او یا یی هم امریکایان او یا یی هم نور څوک پخپله ګټه خطا باسی سره پاشل کیږی به او هرڅه به یی لکه د نورو ډیرو اسلامی تنظیمونو په شان د تاریخ یوه برخه… نور لوستل »

اقبال

فکر کوم ، دا به نامناسبه وی چه مونږ د امریکا او امریکا په یادولو د امریکا خلک د یو څو حریصو یهودانو او صلبیانو د وحشی او دجالی کړنو له امله هم به وحشت تورن کړو . هغو حریصو یهودانو او صلبیانو د امریکا لویه وچه غصب کړی سره هندیان ( ریډ انډین ) چه د امریکا پخوانی هستوګن وو هغوی یی په ډیر وحشت ووژل او کوم چه پاتی دی له هغوی مالیه نه اخلی او ټولی قیمارخانی د هغوی په مالکیت یعنی په بد اخلاقیو او نشه توکو کی یی غرق ساتلی . بله برخه یی تور… نور لوستل »

سيد مصطفي

الله دي وكي چي شمالي كوريا يو لوي أتم بم په امريكا باندي وتغويي چي تل لپاره دده شر سخه خلاص شو

نا پيژاند

الکفر ملة واحدة فاى شيئ نقصت من ايران حتى الأن وهذا من دسائس امريكا لان يخدغ المسلمون وهم حتى الان نيام ويطمعون من دجالين توقع خير حاشا وکلا،
اللهم اهد المسلمين وانصرهم على اعداءهم واعداءالدين

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x