افغانستان

د ډیورنډ کرښې او پاکستان پر وړاندي د «ګډحکومت» دریځ ګونګ او پڅ دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۱۳مه ۱۳۹۶ل): نن په کابل کې د افغانان ځوانانو سیاسي، مدني خوځښتونو د همغږۍ کمېټې یو رسنیز کانفراس را وباله او په هغه کې یې د پاکستان له لوري پر ډیورنډ کرښه مداخلې وغندلې او په دغه اړه یې د ګډحکومت دریځ پڅ او ګونګ وباله.

په هغه بیانیه کې چې په خبرې کانفرانس کې ولوستل شوه، په کښي ویل شوي چې پاکستان پر تورخم دروازه ودروله ګډحکومت سترګې باندي ټپې کړې، په سپین بولدک کي يې د لقمان او جانګیر کلي په خپل نامه کړ خو ارګ بیا هم غبرګون ونه ښود، پاکستان پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار غځولو او خندق کیندلو د لومړي پړاو پوره کولو وروسته دوهم پړاو پیل کړی خو بیا یې هم ارګ په اړه جدي عکس العمل نه دی ښودلی، ځکه افغان ځوانان، سیاسي خوځښتونه او مدني جوړښتونه د ګډحکومت څخه خپلې غوښتنې په لاندي توګه مطرح کوي:

(له خبرپاڼې څخه کټ مټ کاپي)

1. افغان حکومت باید د پاکستان د ورستیو لاس وهنو په اړه وضاحت وړاندې کړي، چې د دوی رسمي دریځ څه دی، ولس څه وکړي او دوی څه ډول ولسي ملاتړ ته اړتیا لري.

2. د ملي‌ وحدت حکومت دې په محکومې پښتونخوا ( پیښور او کوټې) کې سیاسي نمایندګۍ وتړئ، ځکه کوټه او پیښور د افغانانو خپله خاوره ده.

3. د ملي وحدت حکومت دې د ډیورند کرښې په اوږدو کې سرحدي پولیسو ته د سرحدي پر ځای بل نوم ( د پښتونخوا ځواک) ورکړي، تر څو موږ په رسمي توګه داسیمه پخپلو نظامي چاروکې رد کړو.

4. د ملي وحدت حکومت دې په سمبولیکه توګه د محکومې پښتونخوا د پاره لس څوکۍ په ولسي جرګه او لس څوکۍ په مشرانو جرګه کې اعلان کړي.

5. د افغانستان اوسنې جوړه شوی نقشه دې په رسمې نښانو، کتابونو، رسمي چارو کې د ډیورند کرښه ټکی، ټکی شئ لکه څنګه چې پخوانیو حکومتونو دا کار کړی وو.

6. د پیژند پاڼو د وېش په برخه کې دې ټولو هغو وګړو ته د اخېستلو حق اعلان کړي چې له آمو تراباسینه افغانستان کې ژوند کوي .

7. د ډیورند کرغېړنه کرښه په هیڅ ډول رسمیت نه لري، دا کرښه افغان ولس په دوه برخو ویشي، افغان ملت ته دا د منلو وړ نه ده، موږ یو ځل بیا په نړۍ او پاکستان غږ کوو چې ددې کرښې په اوږدو کې هر ډول لاس وهنه ناقونونه ده او ملت به یې مخه ونیسي .

8. موږ د پاکستان په پوځ، استخباراتي ادارې غږ کوو چې د ډیورند دکرښې په اوږدو کې د اغزن تار، خندق کېندلو، دروازو او پوستو جوړولو سره افغان ولس د کرښې په اوږدو که نه شي ویشلی، یواځې د پنجاب پر ضد د کرکې د زیاتوالي سبب کیدای شي، موږ یې په وړاندې هر ډول اقدام ته تیاری نیسو.

9. موږ د افغانستان په نړیوالو ملګرو په ځانګړي توګه امریکا غږ کوو چې د ډیورند د کرښې په اوږدو کې د پاکستان د پوځ د مداخلو مخه ډب کړي، دا مداخلې د ترهګرۍ له زیاتوالي سره مرسته کوي، په دې مداخلو ترهګرۍ ځپلي کیږي نه بلکې ډیریږي، د ترهګرۍ د ځپلو د پاره باید د ترهګرۍ مفکوره او سرچېنه په نښه شئ کومه چې د پاکستان په لویو ښارونو ( اسلام اباد، لاهور، ټیکسلا، فیصل اباد او نورو ښارونو ) کې پاللی کیږي، هغه باید په نښه شي.

10. زموږ ننی کانفرانس یواځې د خبردارۍ تر بریده ولسي غبرګون دی، ډېر ژر به موږ په سترو احتجاجي غونډو لاس پوري کړو، که د ملي وحدت د حکومت غبرګون مو ونه لید، موږ به سترو ولسي لاریونونو ته لار هواره کړو. همدا شان په ملت، رسنیو، سیاسی احزابو، ټولنو، حکومت او پارلمان غږ کوو چی په دی کاروان کی راسره لاسونه یو کړی ترڅو د خپلو محکومو سیمو اوخلکو دآزای ډګر لا پیاوړی کړو او د یو پر ځان بسیا، خپلواک، تولیدی اقتصاد سره له آمو تراباسینه او پامیره ترګوادره پر فعالی دیپلوماسی ولاړ افغانستان شاهدان ووسو اویاهم راتلوونکی نسل ته لار هواره کړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

ملی وحدت نه د ملی وحشت غلامه اداره ورته ووایاست ، څوک چه یی حکومت بولی هغوی هم شعوری یا غیر شعوری ملی خیانت کی اخته دی ، زمونږ هیواد اشغال ، تانکونه یی زمونږ په خاوره او الوتکی یی زمونږ په هوا ګرځی زمونږ مظلوم اولس سره په جنګ دی او بیا هم ورته ملی حکومت ، ملی اردو ، ملی پولیس ، ملی امنیت نوم ورکوی هغه خولی دی ماتی شی چه د ملت سپڅلی نوم د کابل د غلامی ، ناوړه او فاسدی اداری سره کاروی ، د پاکستان خبره خو د دوی له کچی ډیره اوچته… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x