افغانستان

علومي: د پاکستان سره پر پوله سرحدي ځواکونه سمبولیک دي، هیڅ صلاحیت نه لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۱۳مه ۱۳۹۶ل): د افغانستان په ګډحکومت کې د کورنیو چارو پخوانی وزیر انور الحق علومي په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د پاکستان سره پر سرحدونو باندي ګمارل شوي ځواکونه سمبولیک دي، هیڅ صلاحیت نه لري، په داسي حال کې چې مقابل اړخ هر وخت افغانستان ته راکټونه را ولي او نور تجاوزونه کوي.

دا په داسي حال کې چې د ډیورنډ پر کرښي د پاکستان له لوري اغزن تارونو د غځولو دوهم پړاو هم پیل شوی دی او په سپین بولدک کې لقمان او جانګیر ګڼ میشتې سیمې د پاکستان لوري ته پرېښودل شوي دي.

نور الحق علومي چې د حکومت په کابینه کې د یو مسلکي کورنیو چارو وزیر په حیث د اجرائیه ریاست له لوري حکومت ته ور پيژندل شوی وو، وروسته د اشرف غني له لوري د بې کفایتی او په امنیت ټینګولو کې د ناکامه پاته کېدو او سیاسي اختلافاتو لرلو له وجې د وزارت څخه استعفا ورکولو ته اړ شو.

نوموړي په خپله تازه مرکه کې ګډحکومت د افغانانو د مختلفو قومونو، سمتونو او احزابو تر منځ په تفرقه تورن کړ او وې ویل چې حکومت په خپلې ناکامي پالیسۍ د خلکو او دولت تر منځ فاصله زیاته کړې ده.

نوموړي همداراز په هیواد کې د فساد په اړه ویلي چې فساد له ارګه را پیل دی او تر لاندي ادارو پوري غځېدلی تر څو چې په ارګ کې د فساد مخه نه وي نیول شوې، ستونزمن به وي چې په نورو ادارو کې به یې مخه ونیول شي.

باید وویل شي چې نن په کابل کې د امریکا سفیر هم دې ته په اشارې وویل چې فساد د سرطان دانې غوندي په ګډحکومت کې خپور شوی، په فساد کې ښکېل کسان باید محکمې ته را کش کړل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

علومی ملحد پرونی د کمونستانو څمڅی چه اوس د امریکایانو غلام دی ، دا خبره که څه هم سمه ده چه په پولو عسکرو ته د عملیاتو اجازه نشته ، دا ځکه چه د افغانستان ملی اردو د ملت د ساتنی د پاره نه د ملت د وژنی د پاره جوړه شوی ، پاکستان پرونی غلام دی او د پاکستان بادارانو ټانکونه د افغانستان په خاوره او الوتکی یی د افغانستان هوا اشغال کړی، هغوی هڅه لری له وتلو وروسته د ډیورند پرونی کرښه هندوکش ته وغځوی ، د ملی اردو په واسطه د پاکستانو غلامانو سره مرسته کیږی تاسی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x