افغانستان

پلازمېنې کابل ته څېرمه د سروبي ولسوالۍ په امنيه قومندانۍ ډله ییز برید شوی

نن ټکی آسیا: افغان امنیتي چارواکي وایي، نن سهار شاوخوا شپږ بجې د طالبانو له لوري د سروبي امنیه قومندانۍ باندې بریدشوی. دسروبي امنیې قومندانۍ دجنایي امر رسنیوته ویلي چې په برید کې تر اوسه دوه بریدګر وژل شوی او د ملکې وګړو په اړه دقیق معلومات په لاس کې نه لري.

 دسروبي ولسوالۍ دجنایي امر د خپلوتلفاتوپه اړه څه ونه ویل. په سېمه کې عیني شاهدان وايي چې لومړنۍ برید د امنیه قومنداني مخې ته د موټر په واسطه ترسره شوی دی او وروسته نورو سلوالو په قومندانۍ بریدپیل کړی دی اولادوام لري. سیدانورچې شاخوا۳۵کاله عمرلري اودخوراکې توکو هیتۍ دسروبي په بازارکې لري رسنیوته ویلي، چې جګړه لااوس هم روانه ده نوموړي وايي چې دبرید کې دغټواودرندووسلوغږونه پورته کیږي نوموړي وایي چې دمرګ ژوبلي په اړه تراوسه پورې دقیق معلومات نشته نوموړی وایي چې امني قومندانۍ ته بریدکونکي ورننوتي اوپه جګړه بوخت دی. افغان چارواکي وايي چې سروبي ولسوالۍ ته سمدستي افغان ملي ارود رسیدلي د دوی په وینا دکابل اوجلال لویه لاره يې سروبي په سېمه کې دترافیکوپه مخ تړلي ده. د سروبي د روغتون یوداکترچې نه غوښتل چې نوم خپورشي وویل چې تر اوسه ورته دوه ټپیان راوړل شوي دي
 طالبانو ددې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې په دې ډله ییز برید کې ګڼ شمیر دولتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x