نظــر

د اداري فساد ویروس چا دې وطن ته راووړ؟

خالد افغان زوی

زما په یاد دي چې د طالبانو په نظام کې زموږ د ولسوالۍ ولسوال څو روپۍ رشوت خوړلی و،دا پیښه د طالبانو په حکومت کې زما د لیدلو او له خلکو د اوریدلو له قراره د فساد لومړۍ او وروستۍ پیښه وه. د طالبانو حکومت چې کله د رشوت معامله کشف کړه، ولسوال یې د کابل نظامي محکمې ته ولیږه او دمحکمې د حکم په اساس تر هغه وخته زنداني و تر څو طالبان له کابله ووتل او بیا د ټلوالې د واکمنۍ په وخت زندانیان له محابسو ازاد شول.

هغه وخت رشوت او رشوتخوري یو داسې عیب بلل کیده چې خپله رشوت خور څه بلکې د هغه قریبان او حتی کلیوال به یې په دې پیغور شرمیدل. رشوت د غلا او زنا په شان یو د شرم او مجازات وړ جرم ګڼل کیده چې حکومتي چارواکو ته دې که د زمري زړه هم ورکړای وای جرأت یې نه شوای کولای.

مګر د طالبانو له حکومت وروسته رشوت او اداري فساد په افغانستان کې دومره وده وکړه چې اوس خو په نړیواله کچه ددې هیواد د نوم مرادف ګڼل کیږي او چیرته چې د افغانستان د حکومت ذکر کیږي نو فساد ورسره خامخا یادیږي.

د طالبانو د حکومت له سقوط یوه لسیزه وروسته په ۲۰۱۲ میلادي کال کې پژواک خبري اژانس د نړیوالو څارونکو په استناد ولیکل چې په همدې یوه کال کې په افغانستان کې څه کم څلور ملیارده ډالره پیسې د رشوت په حیث تبادله شوې او په اداري فساد کې کاریدلي دي.له دې علاوه د افغانستان حکومت څو ځله په نړیواله کچه د لومړني مفسد حکومت شرم آور لقب ترلاسه کړ. پوښتنه داده چې په افغانستان کې دا پدیده له کومه شوه او ولې داسې زر دومره لوړ حد ته ورسیده؟؟

که افغانان له ځایه فسادګر او رشوتخواره وای خو په تیرو حکومتونو کې هم باید د فساد ښکاره علائم لیدل شوي وای.مګر په تیرو حکومتونو کې د افغانستان پولیس، اداري مسؤلین او قاضیان د سیمې د ټولو هیوادونو په نسبت له اداري فساد نه پاک او رشوت یې ستر پيغور باله.

که د فساد پدیدې ته او بیا یې دومره ژر خپریدو ته ژور نظر وکړو نو ښکاره معلومیږي چې اداري فساد افغانستان ته له خارجي اشغالګرو سره یوځای را ننووت. څرنګه چې کفر په هر لحاظ بدي او قباحت دی او له ځان سره ټول مفاسد لیږدوي افغانستان ته د امریکایي کافرانو له راتګ سره ټولې هغه بدمرغه پدیدې راغلې چې پخوا زموږ وطن ترې تر ډیره حده محفوظ و.

له کافرانو سره یوځای اداري فساد، بې ستري،اختلاط، اعتیاد، د ځمکو غصب،د ملي شتمنو اختلاس،په ملي پروسو کې تقلب، په ماشومانو جنسي تیري، بوږنوونکي مظالم،فحشاء او نور ډول ډول قبائح یوځای راغلل.د امریکایي کافرانو له راتګ نه مخکې په افغانستان کې جرائم او بې بندوباري وه مګر دومره نه چې په فساد کې په نړیواله کچه لومړی مقام خپل کړو او یا د ځمکو د غصب او بیت المال د شتمنیو په اختلاس کې نړیوال شهرت ته ورسیږو.

امریکایي کافرانو زموږ هیواد او اولس ته تر ټولو ستره ضربه دا ورکړه چې دلته یې اجتماعي قراردادونه او ټولنیز اخلاقي سیستم ونړاوه،داداري فساد، غصب او نورو جرایمو د ترویج لپاره یې داسې کار وکړ چې اوس په عامه نظر کې دې جرایمو ته څوک جرم هم نه وایي او نه پرې شرمیږي.

مګر د یرغلګرو له دې ټول ظلم او تجاوز سره سره نن سبا همدغه مفسد یرغلګر په پوره سپین سترګۍ را ولاړیږي او افغانانو ته د فساد او اختلاس له امله پیغور ورکوي، د امریکا د متحده ایالاتو سفیر همدا نن ویلي چې فساد په افغانستان کې د سرطان دانه ده، مګر ښاغلي سفیر دا نه دي ویلي چې د سرطان ددغې دانې ویروس چا دې هیواد ته راووړ او چا ملیاریز فساد ته زمینه سازي وکړه.

هغه څوک چې په افغانستان کې اداري فساد د یوه پیغورآمیزه شرم او ملي ستونزې په حیث پيژنې په دې باید سر خلاص کړي چې تر څو خارجي اشغالګرپه دې هیواد کې وي له دې ستونزې خلاصون نشته ځکه اشغالګر په لوی لاس غواړي د بي بندوبارۍ په ترویج سره زموږ ټولنه او سیستمونه کمزوري کړي او بیا پر موږ باندې اوږد مهاله بادارۍ ته زمینه برابره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x