د ماشومانو د احساساتو د څرګندېدو له پاره د هڅونو نولس تګلارې

ژباړه : عطا محمد میاخېل

۱ ـــ د دا ډول لڼدو جملو په ویلو سره، لکه : ( ډېر څه راته ووایه ) یا (څه پېښ شوي دي؟) هغه د خپلو احساساتو بیان ته وهڅوئ او په پوره دقت خبرو ته یې غوږ ونیسئ .

۲ ـــ د خبرو کولو پرمهال یې له هغه سره د سترګو اړیکه ولرئ . که چېرې په داسې وضعیت کې نه یاستئ، چې پوره دقت یې خبرو ته غوږ ونیسئ، نو بل وخت وټاکئ او له هغه څخه وغواړئ، چې هغه وخت خپلې خبرې وکړي، کوم چې ټاکلی مو دی .

۳ ـــ په خبرو کې یې مه ورغورځوئ .

۴ ـــ د خپل ماشوم احساسات د خپل بحث محور وګڼئ، کله چې خبرې کوي، نو د ځان په اړه مه اندېښمن کېږئ، خبرو ته یې ښه غوږ ونیسئ .

۵ ـــ په یاد مو وي، چې احساسات له چلند او کړنې سره مساوي نه دي، د یو چا د ځورولو ترمنځ، چې ترې خپه یاستئ او یا مینه وکړئ، دا ډول کار وکړئ، توپیر نه کوي : ( ستونزه نه شته، چې خوښېږي دې خپله خور ووهې او وې ډبوې، ځکه چې وسایل دې مات کړي دي، خو اجازه نه لرې، چې دا کار ترسره کړې ) .

۶ ـــ اجازه ورکړئ، چې ماشوم مو خپل احساس ولري او دې ته یې مه اړ کوئ، چې ترې واټن واخلي، د هغه د خوشاله کولو له پاره هڅه او له هغه حس او حالت څخه یې را بهر کول، چې لري یې، ښایي ستاسو د آرامتیا سبب شي، خو په اوږد مهالې توګه له هغه سره مرسته نه کوي .

۷ ـــ د خپلې غوسې د سړولو له پاره سمې لارې ور وښیئ .

۸ ـــ احساسات نه سم دي او نه هم ناسم، نو د هغو په اړه قضاوت کولو ته کوم ځای نه پاتې کېږي، هڅه وکړئ، چې د خپلو ماشومانو احساسات ومنئ، حتا که چېرې ستاسو له احساسات سره په ټکر کې هم وي .

۹ ـــ خپلو ماشومانو ته دا حق ورکړئ، چې خپل احساسات ولري او د احساساتو په وړاندې یې له غوسې او اندېښنې څخه را ولاړ شوی غبرګون مه ښیئ او ناهیلي مه څرګندوئ او داسې کار مه ترسره کوئ، چې داسې وګڼي، یو حقیر او بې ارزښته انسان دی .

۱۰ ـــ دې ته یې مه اړ کوئ، چې د خپل احساس په اړه توضیحات وړاندې کړي یا له هغه څخه دفاع وکړي او ووایئ، چې ولې داسې احساس لري، ځکه ښایي خپله یې هم په دلیل باندې پوه نه شي یا په حقیقت که نه شي کولای، چې  بیان یې کړي . ( احساس کول او د احساس بیان دوې جلا مقولې دي ) .

۱۱ ـــ کله چې ماشوم غواړي د خپل احساس له پاره دلیل وړاندې کړي، نو داسې تصور کوي، چې باید د خپل احساس له پاره په ښه او قانع کوونکي دلیل پسې وګرځي، ترڅو تاسو یې ومنئ .

۱۲ ـــ احساس یې تایید کړئ، حتا که چېرې ستاسو له نظره بې مانا او د درک وړ هم نه وي یا احمقانه ښکاره شي . ( ستاسو تایید هغه څه دي، چې هغه ته اجازه ورکوي، خپل احساسات ولري : ( کله چې څوک داسې خبرې کوي، نو واقعاً سړی خواشینی کېږي ) یا    ( هو ! وېرونکې بلاوې دي ) .

۱۳ ـــ که چېرې د ماشوم مو نه خوښېږي، چې د خپل احساس په اړه خبرې وکړي، نو غوښتنو ته یې درنښت ولرئ او خبرو کولو ته یې مه اړ کوئ، له هغه څخه وغواړئ، کله چې په نظر کې یې بدلون را منځته شو، راشي او له تاسو سره خبرې وکړي .

۱۴ ـــ په یاد مو وي، د دې له پاره چې د خپل ماشوم حامي او ملاتړ کوونکي واوسئ، اړینه نه ده، چې د هغه احساس ولرئ، مجبور نه یاستئ، چې خپه واوسئ، په دې دلیل چې ماشوم مو خواشینی دی .

۱۵ ـــ په روښانه بڼه خپل رول ولوبوئ . حامي اوسېدل یانې غوږ نیول، منل او تاییدول، د خپل ماشوم له اندېښنو څخه د یوې بانې په توګه  د هغه د رټلو او نصیحت کولو له پاره ګټه واخلئ .

۱۶ ـــ هر ډول خپګان، وېره یا د بې کفایتۍ احساس، چې ستاسو د ماشوم د احساساتو د څرګندېدو پرمهال تاسو ته پیدا کېږي، بررسي یې کړئ . دا مه هېروئ، چې احساسات د انسان د وجود یوه برخه ده، اړینه نه ده، چې د خپل ماشوم د احساساتو د څرګندېدو مخه ونیسئ او یا اجازه ورنه کړئ، چې له خواشیني کوونکو احساساتو سره مخامخ شي یا کله چې خپه دی، د خپلې ستونزې د حل له پاره دنده وټاکي .

۱۷ ـــ له غوسې او خواشینۍ څخه د خپل ماشوم د ژغورنې له پاره، چوکاټونه، پولې او بریدونه تر پښو لاندې مه کوئ . اجازه ورکړئ، چې هغه خپل احساس ولري، تاسو د مشخصو چوکاټونو سره سم ترې ملاتړ وکړئ : ( د دې له پاره، غوښتل مې چې حمام وکړې، کولای شې، له ما څخه خپه شې، خو باید وې منې ) . ( اجازه نه لرې، چې له ټیلیفون څخه ګټه واخلي او دا حق درکووم، چې خپه شې، خو کله دې چې خپل ورځني کارونه ترسره کړل، نو بیا کولای شې، چې ټیلیفون وکاروې ) .

۱۸ ـــ مسایل له یو بل سره مه مروړئ، اختلافات مدیریت کړئ او خپل ماشوم ته یې هم ورزده کړئ . د احساساتو د څرګندولو سمې لارې، د اړتیاوو بیان او د پولو، چوکاټونو او بریدونو ټاکنه په سمه توګه ورته تشریح کړئ، په دې ترتیب، کله چې د ژوند په اوږدو کې له اختلافاتو سره مخ کېږي، نو په ذهن کې به یې د حل له پاره بېلګه شتون ولري .

۱۹ ـــ که چېرې ماشوم په سمه توګه د خپلو احساساتو د څرګندولو له پاره عاطفي خوندیتوب ولري، نو نه اړ کېږي، چې د والدینو له منفي احساساتو سره د مخامخ کېدو او د هغوی نه خواشیني کېدو له پاره، خپل احساسات پټ کړي او داسې ښکاره کړي، چې حالت یې ښه دی او هېڅ ستونزه نه لري .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د