ټکنالوژي

ګلیکسي ایس -۵ به د خپل ډول؛ تر ټولو ارزانه وي

نن ټکی آسیا: د ګلیکسي شرکت یوې سرچینې خبر ورکړی ،چې د ګلیکسي ایس-۵ به ښايي د نورو ایس موبایلونو په پرتله په خورا ټيټه بیه مارکیټ ته عرضه شي.
د ګلیکسي ایس -۵ د ارزانۍ لامل نه یوازې له خپلو سیالانو (ایپل او ایچ ټي سي) سره مقابله ښودل شوې، بلکي نورو ټيټ بیه موبایلونو ته هم یو غاښ چېچی دی.

د ګلیکسي ایس-۵ سکرین به  ۲،۵-۵ انچه،ډېر زیات شفات او ښوی وي.
د یادونې وړ ده چې د ګلیکسي ایس-۴ موبایل بیه مارکیټ ته د عرضه کېدو  پر مهال کابو ۷۰۰ ډالره یا څلویښت زره افغانۍ شاوخوا وه، چې اوس مهال ۳۰۰۰۰ افغانۍ ته را ټېټه شوې.
سیمسانګ شرکت اعلان کړی چې د ګلیکسي ایس پنځه بیه به له ایس څلور نه هم ټيټه وي او د پرانستې مراسم به یې رسماً د رواني فبروري میاشت په څلورېشتمه نېټه په بروسلونا کې ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x