fbpx
baby bloat

د دویم ماشوم زېږون او د والدینو روحي او عاطفي بدلونونه

ژباړن : عطا محمد میاخېل

لکه څنګه چې په میندو کې ډېر زیات فزیکي بدلونونه لیدل کېږي، دغه راز په مور او پلار کې هم عاطفي بدلونونه را منځته کېږي . دغه بدلونونه د فزیکي بدلونونو په څېر د والدینو له پاره د منلو وړ نه دي او ځینې جوړې یې د امیندوارۍ په دوره کې عادي غبرګونونه نه ګڼي .

والدین ښایي په دویمه امیندوارۍ کې، لومړۍ امیندوارۍ ته ورته احساسات، چې تجربه کړي یې دي، لکه د پلار او مور کېدلو احساس وګوري، چې په یاد یې نه راوړي . دا لیکنه په ځینو احساساتو باندې رڼا اچوي، چې ښایي ځینې یې ستاسو له پاره آشنا او ځینې نور یې نا آشنا وي، دا احساسات په ټولو خلکو کې یو شان نه دي، یو له دې احساساتو څخه، چې ډېری والدین یې په دویمه امیندوارۍ کې ګوري او بیانوي یې، په هم مهالې توګه له نوي زېږیدلي او لږ ستر شوي ماشوم څخه د ساتنې او پالنې په اړه اندېښنه ده .

ځینې والدین له دې چې نه شي کولای له نوي زېږېدلي ماشوم سره د لومړي ماشوم په کچه مینه وکړي خواشیني دي، ځینې فکر کوي، چې له نوي زېږېدلي ماشوم سره د لومړي ماشوم په څېر مینه کوي او له نوي زېږېدلي ماشوم سره د لومړي ماشوم د کینې او حسد څخه خواشیني دي .

والدین په ځانګړې توګه پلار د ژوند د درانده لګښت او د دواړو ماشومانو د اداره کولو د مصرف په اړه فکر کوي . داسې ښکاري، چې د نوي ماشوم زېږون، ټولې مالي اندېښنې او عاطفي مسؤولیتونه، چې له پخوا یې شتون درلوده، له ځان سره یې د پلار او مور ژوند ته راوړي .

له دې احساساتو او اندېښنو سره مخامخ کېدل آسانه کار نه دی او د لا ډېرې آرامتیا په خاطر هغه وخت در په یاد کړئ، چې ماشوم مو نه درلوده . آیا داسې فکر مو کاوه، چې وکولای شئ، له خپل ماشوم سره دا ډول مینه پیدا کړئ او د هغه له لرلو څخه د نېکمرغۍ احساس وکړئ ؟

ډېری والدینو دا موندلې، چې د دویم ماشوم له زېږون څخه وروسته او له کورنۍ سره د هغه پیوسته کېدل، له ځان تېرېدنې او له ماشوم څخه د ساتنې او پالنې له پاره، لا ډېر ځواک او وړتیا پیدا کوي . د چمتووالي دې احساس د لومړي ماشوم په زېږون کې هم شتون درلوده .

بله اندېښنه، چې ځینې والدین یې لري، د لومړي ماشوم جلا کېدل دي، دا اندېښنه د زېږون د وخت په را لنډېدو سره لا پسې زیاتېږي . امیندواره مېرمن د زېږون وخت په را نیږدې کېدو سره، د فزیکي او روحي آرامتیا له پاره ډېر وخت ته اړتیا پیدا کوي .

په دې وخت کې، له دې چې هغه خپل لومړي ماشوم او خاوند ته د رسېده ګۍ له پاره کافي وخت نه لري، ځان رټي او د ګناه احساس کوي . په هر صورت امیندواره مېرمن هرکله چې موکه پیدا کوي، باید په یوه آرامه او له هر مسؤولیت څخه تش ځای کې استراحت وکړي او کوم وخت یې چې له خپل ماشوم سره تېراوه، هغه کړنې یا فعالیتونه دې ترسره کړي، چې ځواک ته اړتیا نه لري او په عین حال کې ورته په زړه پورې بوختیا وي.

په پارک کې قدم وهل او د کیسو د کتاب لوستل یا د خپل ماشوم تر څنګ د ټلویزیون ننداره کول، له بوختیا سره سره، استراحت هم ګڼل کېږي .

بله اندېښنه او خواشیني، چې میندې یې په دویمه امینداورۍ کې لري، په ډېر کار او مسؤولیت کې ډوبېدل دي . په دویمه امیندوارۍ کې میندې معمولاً د هغه وخت او مهال له مفهوم څخه، چې د نوي د زېږېدلي ماشوم له پاره یې مصرفوي، غوره درک لري .         که چېرې لومړی ماشوم ډېر ژاړي، بانې غواړي او خوب یې کم وي، دا وېره او اندېښنه د دویم ماشوم په اړه هم را منځته کېږي .

که چېرې مور د کور کار او ماشوم لرلو سر بېره، له کور څخه بهر مسؤولیت هم ولري، کار ته د ور ګرځېدو او د زېږون له رخصتۍ څخه وروسته د اداري کار له پاره د پروګرام جوړونې او له دوو ماشومانو څخه د ساتنې په لاره کې له ستونزو سره مخامخ کېږي او نه پوهېږي، چې دا ټولې دندې څنګه ترسره کړي .

په دې وخت کې مور تر هر څه زیات د کار او مسؤولیت په اړه فکر کوي او د فکرونو په سمندر کې لاهو کېږي، له دې اندېښنو سره د مبارزې یوه لار، له زېږون څخه وروسته بلې دورې له پاره وړاند وینه او د پروګرامونو طرحه کول او د دې لیکنې له لارښوونو څخه ګټل اخیستل دي .

په دویمه امیندوارۍ کې یوه بله ستونزه د دوست او همغږي پیدا کول دي . په لومړۍ امیندوارۍ کې د مور د مرستې او لارښوونې له پاره، ډېر دوستان، خپلوان او متخصصین شتون لري، خو په دویمه امیندوارۍ کې په دې فکر چې امیندواره مور ملاتړ او لارښوونو ته اړتیا نه لري، هغه هېروي .

د دې ستونزې د لرې کولو له پاره، غوره ده خپل مسایل له خپلو دوستانو سره شریک کړئ او د هغوی وړاندیز، مرسته او همکاري په ورین تندي ومنئ، که څه هم د امیندوارۍ په دې وار کې نوي نه یاستئ، خو باید پوه شئ، چې د دویمې امیندوارۍ له ستونزو سره د لومړي ځل له پاره مخامخ کېږئ .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د