الهي ! دوی خو د خپلواکۍ او آزادۍ په خوند نه دي پوه

عبدالمالک همت

درنو دوستانو السلام عليکم ورحمة الله !

برايي شپه تر يوه مهاله خوب را څخه وتښتېد. ‌د راحت د مهال ډېري شېبې په چورتونو او اسوېلو را باندي تېري سوې. لامل داوو چي تېره ورځ د يوه ټلوېزيون په دفتر کي په نارسمي خبرو کي د يوه ځوان سره مخامخ سوم. ښه چاغ چرب او غوړ پړ ځوان وو، خو له بده مرغه د اند او خوند له پلوه ډېر خوار او بې وزلی وو. ويل يې د سياست په برخه کي يې زده کړي کړي دي. دی راسره په خبرو کي سو او په خبرو کي يې په ډاګه کړه چي په هيواد کي د څو سري واکمنۍ د لومړي واکمن ــ چي په دې وروستيو کي دغومره پلويان ورپاته دي چي پر نشت حساب دی ــ سخت سری پلوی دی. پر دې باندي يې هم د ده په اند په دلايلو ټينګار کاوه چي هيواد او هيوادوال په دې اوسنيو شېبو کي ډېر ښه حالت لري او هرڅه پر سمه خوا روان دي؟!

په پردو کي يې پاکستان نه وو خوښ او په خپلو کي يې ملايان نه خوښول.(ملايانو ته يې خوله ور اچول خو ما موقع نه ورکول)، خو پر ګران هيواد افغانستان باندي د امريکې د تېري او نیواک خورا سخت ممنون وو. ويل يې:” مړه ته سه خبر يې هغوی مونګ ته له کاله اته مليارده ډالري راکوي کنه !“. ما ډېر څه ورسره وويل، ډېري توضيحي خبري مي ورسره وکړې، خو سړی مي له خپل دې خره څخه را کښته نه کړای سو. هو ولا، يوه بل هم کوښښ کاوه چي زه خپه نه سم، خو په يو ډول مي خبره ناسمه وښيي او خپله خبره يې په خورا چالاکي او په ډېره محتاطانه او ضمني توګه په خوله کي وژووله، ويې ويل :” بس مونګ به يو او هماغه زمونګ يو خر ؟!“. (يعني پخوا خو موږ هیڅ نه لرل اوس چي د دغو غليمانو د دې تېري، نیواک، ظلمونو او مرک ژوبلو او چپه غوبل له برکته دا هرڅه لرو ته يې نه خوښوې او غواړې چي موږ بيرته هماغه موږ واوسو او هغه زموږ يو خر!).

زما د ډېرو نورو خلکو غوندي عادت دی، چي کله ماخستن د خوب لپاره پر ځای پرېوزم تر څه اذکارو ويلو وروسته په تېره سوې ورځ کي پر خپلو کړنو فکر کوم. دا ماخستن مي دغه خبري را په ياد سوې، خدای ورشتيا ډېر يې و زورولم. خوب را څخه ولاړ او زړه درد راکړ چي الهي! زموږ په ځوانانو کي خو داسي شيان هم سته چي د پردو په تسلط ، نيواک او دې بې خرتو ظلمونو او …. خوښ دي. الهي ! دوی خو د خپلواکۍ او آزادۍ په خوند نه دي پوه.

لویه څښتنه! دوی ته څله خوند نه ور کوي چي هيواد مو خپلواک وي، د شريري، شيطاني او پليتي امريکې دا دسيسې او حرامزاده ګۍ نه وي، زموږ هيواد هم د نړۍ د خپلواکو هیوادونو په ليکه کي اوسي، په نړيوالو مسايلو کي خپل دريځ او نظر ولري، په جهان کي د عزت او پرستيژ خاوند وي، هره خوا افغانان سرلوړي، خوشال په پوهه پسوللي، په نسونو ماړه او د دې بڼ د تازه ګلانو غوندي تر او تازه وي، په پردو هیوادونو کي په يوه ګوله ډوډۍ پسي لالهانده نه وي، د علم او پوهي له پښو څخه زولنې ليري سوي وي او هر څوک کولای سي د خپلي خوښي سره سم علم او پوهه ترلاسه کړي، ښه پوه او زده کړي کدرونه او عالمان او متخصصين ولرو او هره خوا کار او زيار وي، زراعت مو میکانيزه سوی وي، وچي ځمکي او کنډوالي نه تر سترګو کيږي، برېښنا مو خپله وي او په ښار او کلو کي هر ځای او هر کور ته رسېدلې وي، صنعت مو مخ پر وده روان وي، ډېر شيان په خپله جوړولای سو، تر ځمکه لاندي شتمنۍ مو پخپله راباسو او په خپل درد يې وهو، خيرات خواره ونه اوسو، بلکي اقتصاد مو داسي پياوړی سوی وي چي امريکا او نور وسلې را باندي پلوري، خو موږ يې نه غواړو. ښه هوايي ډګرونه، الوتکي، سټنډرډ سړکونه، اورګاډي او د لېږد را لېږد ډول ډول وسايط ولرو، د هيواد پلازمېنه او نور ښارونه مو د اوس په شان ککړ نه وي، اومه سړکونه او خټيني ودانۍ نه ښکاري، بهرنيان په پوځي اډو، ټانکونو او الوتکو کي ګوته پر ماشه نه، بلکي په کارځايونو او د تاريخي آثارو په ليدنو بوخت وينو. د وسلو منحوس او کرکجن ټکان مو ګردسره هېر وي او ….

نو الهي دا چاري خو ډېري آساني دي، اما چي د هيواد واک مو د نیواک په لاس کي نه، بلکي زموږ په لاس کي وي او زموږ د دغسي سر ټمبه ځوانانو سرونه خلاص سوي وي.

په دغو چورتونو کي خوب وړی وم او چي راويښ سوم ومي پتېيل چي د دغسي مريي صفته او پردي پالو ځوانانو سره به نور هيڅ نه ګورم او ګوښه به ځني ګرځم. بلکي هغه ځوانان، نجوني او مړونه به لټوم چي په سرونو کي ماغزه ولري نه پروړ(بوس)، ياهو!

کبوتر چو يا هو زد از روی ذوق
شد از هوای او بوستان ګرم شوق

ستاسو همت له کابل څخه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د