نظــر

افغاني کلتور د زوال پرلور

هدايت شاه هدايت

په اوسني زمانه کې دهیواد دود، دستور، او عنعنات د کتابونو، بروشرونو او په خاصه توګه د تلویزوني رسنیو له لارې ساتل کیږي او د همدغو کتابونو او رسنیو له لارې نورو نسلونو ته رسول کیږي .

د رسنیو له مهمو دندو څخه یو هم د هیواد د ملي دود، دستور او رواج ساتل دي او همدغه رسنۍ د هیواد د رسم ، رواج، او عنعناتو په پرمختګ او وروسته پاتې والي کې رغنده رول لوبلولی شي.

خو افغاني رسنۍ تر ډیره د هیواد په فرهنګ ، دود ، او رواج په ختمولو پسې اخستي ، او مونږ هره ورځ ګورو چې د همدغو رسنیو له لارې د پردیو فرهنګونه ، دودونه او رواجونه مونږ ته ښودل کیږي ، او تر ډیره يې تر اغیز لاندې هم راغلي یو .

(درې مورچل ، د لیوانو دره ، سلګۍ ، د مینې ډیوه او داسې نور) سریالونه یې ښې بیلګې کیدلی شي
ماشومان ددې پرځای چې ، په ښوونځي او جومات کې د خپلو لوستل شویو درسونو په اړه له یو بل څخه پوښتنې وکړي ، ټوله ورځ د همدې سریالونو کیسې کوي .

ښځینه نسل خو یې بیخي جامې او د اغوستلو وړ توکي له بازاره په ډیره لوړه بیه پیري او په ډیر شوق او لیوالتیا اغوندي، په داسې حال کې چې مونږ د افغاني جامو ډیرې ښې نمونې لرو چې، له یوې خوا د ښځې حیا او عزت پکې خوندي وي او له بلې خوا ا فغاني دود او دستور سره هم سمون لري.

له یوه ملګري مې وپوښته چې د هندي، ترکي او داسې نورو سریالونو د جوړولو ګټه په څه کې ده، هغه چې درې کاله یې په هندوستان کې تیر کړی و راته یې وویل چې، ددوی ستره موخه سوداګري او خپلو توکو ته بازار موندنه ده [پدې مانا چې کله هم هندي یا ترکي کمپنۍ کوم ډول د اغوستلو توکي تولید کړي نو د همدې سریالونو نارینه او ښځینه لوبغاړو ته یې په تن کوي تر څو له دې لارې ځانته بازار موندنه وکړي ].

هو رښتیا هم همداسې ده هره جامه چې د شپې په سریال کې د لوبغاړو په تن وي نو سبا به هماغه جامه او لباس د ځوانانو او پیغلو په تن وي .

بله داچې له یوې رسنۍ څخه د درې مورچل په نوم یو سریال خپریږي ، چې ځوان نسل او په خاصه توګه کوچنیان یې سخت بې لارې کړي، د ماشومانو په لاس هره ورځ پلاستیکې ټوپکې وي او د یاد سریال د لوبغاړو پیښې کوي، د ښوونځي یو استاد کیسه کوله چې، زما ددوو زده کوونکو تر منځ په کور کې شخړه پیدا شوې وه، نو یو پاڅیدلی او بل یې په ټوپک ویشتلی او بیا یې ویلي چې ایا ته مانه پیژنې چې زه اعصاب خرا بی جلیل یم؟ دې ته ورته ډیرې نورې بیلګې هم شته خو دامې هغه د چا خبره مشت نمونې خروار په توګه وړاندې کړ.

او س راځو دې ته چې ددې ستونزو د حل لاره څه ده؟

په رسنیو پورې له اړوندو ادارو څخه یو هم د اطلاعاتو او کلتور وزارت دی، یاد وزارت باید ددغه شان سریالونو او ډرامو له خپرولو مخنیوی وکړئ! او د هیواد سینما او تیاتر ته دې سپارښتنه وکړي ترڅو په داسې فلمونو، سریالونو او ډرامو کار وکړي چې له یوې خوا اسلامي اړخ او پیغام ولري او له بلې خوا د هیواد د رسم ، رواج ، دستور ، عرف او عنعناتو د پرمختګ جوګه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x