افغانستان

د جرمني پارلمان په افغانستان کې د خپلو عسکرو د پاته کېدا پریکړه تصویب کړه

نن ټکی آسیا: د جرمني پارلمان هغه پریکړه چې له مخې به یې ځواکونه د لسو نورو میاشتو لپاره هم په افغانستان کې پاتې وي؛تصویب کړه.
د جرمني ځواکونو ماموریت به د روان کال د دسمبر میاشتې تر ۳۱ نیټې پورې دوام وکړي.
د جرمني په پارلمان کې د همدې ماموریت تصويب ته ۴۹۸ موافقې او ۸۴ مخالفې رایې ورکول شوې.

د نوي ماموریت له مخې په افغانستان کې د جرمني ځواکونو شمېر له ۴۴۰۰ څخه ۳۳۰۰ ته راکمېږي. د اټکل له مخې په افغانستان کې د جرمني ځواکونو د عملیاتو لګښت څه باندې نیم میلیارد یورو ته رسېږي.
د یادونې وړ ده، چې جرمني له ۲۰۰۲ کال راهیسې د ناټو په مشرۍ د نړیوالو ایتلافي ځواکونو په اډانه کې په افغانستان کې نظامي شتون لري.

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close