دیني، سیرت او تاریخ

په سفر کي سنت کول

سوال: په سفر کي سنت کول څنګه دي؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
۱: د ابراهیم څخه روایت دی چي حضرت عمر رضی الله عنه او ابن مسعود رضی الله عنه دواړو په سفر کي د فرضو څخه هم مخکي او هم وروسته سنت اداء کول. (رواه عبدالرزاق، کنزالعمال حدیث: ۲۲۷۹۱) (حاشیه ابن ماجه: ۷۵، ترمذی: ۱۲۳)

۲: د حضرت عمر رضی الله عنه څخه روایت دی،چي ویې فرمایل: په سفر کي لمونځ (څلور رکعتیزه فرض لمونځ) دوه دی، او د څاښت لمونځ دوه رکعته دی، د اشراق لمونځ هم دوه رکعته دی، دا مکمل کیږي، په دې کي قصر نه کیږي.

الجامع لعبدالرزاق، الدارقطنی فی السنن، ابن ابی شیبه، مسند احمد، العدنی، المروزی فی العیدین،النسائی،ابن ماجه، ابن یعلی، ابن جریر، ابن خزیمة، الطحاوی، الشاشی، الدراقطنی فی الافراد، ابن حبان،حلیة الاولیاء، السنن للبیهقی، السنن لسعید بن منصور.

یادونه: له دې حدیث څخه مطلب دادی چي په سفر کي څلور رکعتیزه لمونځ نیمايي کیږي، خو په نفلو او سنتو کي قصر نه کیږي، دا به پوره کیږي.

۳: مختار قول دادی چی که چیري بېره وه نو سنت دي پرېښودل سي او که بېره نه وه او امن او سکون وو بیا ښه خبره داده چي سنت اداء کړل سی.

والمختار ان لایأتی بها فی حال الخوف ویأتی بها حالة القرار والامن هکذا فی الوجیز للکردی هندیه ۱/ ۱۳۹
(فتاوی فریدیه ۱/ ۵۸۸)

۴: که چیري په شرعي سفر کي تلوار وو، د موټر یا عمومي عرادې څخه کښته کېدل نه وه، په دغه حالت کي صرف فرض کفایت کوي، او که چیري د عرادې څخه کښته کېدل وه، تلوار نه وو بیا په دغه حالت کي سنت مؤکده کول داسي حکم لري لکه چي یوکس چي د اقامت په حالت کي وي.

(الدر المختار ۲/ ۱۳۱، نجم الفتاوی ۲/ ۴۰۷، احسن الفتاوی ۴/ ۱۴۲، کتاب الفتاوی ۲/ ۴۶۹، جامع الفتاوی ۵/ ۲۶۴، فتاوی رحمیمیه ۵/ ۱۶۶، فتاوی عالمګیری ۱/ ۸۹، رسائل الارکان: ۱۴۴، البحرالرائق ۲/ ۲۲۹، فتاوی محمودیه ۷/ ۵۱۶)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x