ټولنیزه برخه

مخکې له واده دا ۶ ټکي په پام کې ونيسی

لیکوال: بيهان بوداک
ژباړن: منیب الرحمن رحماني
موږ په داسې ټولنه کې ژوند کو چې د واده يادول،مخکې له واده معرفي کېدل، د واده په اړه مشوره غوښتل پکې شرم ګڼل کېږي.
خوتاسې فکر مه کوئ دلته داسې شپږ ټکي درته ښيو چې په دې دخير کار کې به موږ ته هم دعا وکړی.
۱-مخکې له واده ديوبل ليدل د افغاني ټولنې په چوکاټ کې ډېر اړين دي،لږ تر لږه د هغې په خيالونو او مزاج ځان پوهول او د هغې په شخصیت پوهيدل به په دې انتخاب کې ستاسې کار آسانه کړی،
که څه هم اوس ډېر ځوانان دا خبره کوي چې له جينئ سره زه واده کوم نه زما کورنی خو په راتلونکي کې دا بيا داسې نه پاتې کېږي بلکې تاسې ته به لوي سرخوږی جوړ کړي، نو که ستاسې د خوښې جينئ ستاسې د کورنی سره جدي ستونزې لري نو پدې کار يو ځل بيا فکر وکړي.
۲- يو بله مهمه نقطه چې ده داده چې خپلې پيسې ساتلی او په ځای مصرف کولاي شي که نه ؟ دلته مهم ډیرې پيسې لرل نه دي، مهم د موجودو پيسو په ځای مصرف او اداره ده،
دخپلې ښځې د ژوند د ستندرد مطابق دهغی د خواهشاتو سره سم خپله بوديجه برابره ولي شی که نه ؟
۳-کېدی شی يو پربل ډېرمين وي،ډېره مينه ناکه اړيکه ولری خو په عين حال کې کولي شي د ژوند د حقيقتونو په اړه خبرې وکړی او نتيجې ته ورسېږی،
ډېر کله داسې کېږي چې جوړه مخکې له واده ډیر خوشحاله او خيالي دنيا لری خو وروسته له واده بيا چې د ژوند له ترخو او واقعيتونو سره مخ شي بيا داسې وي لکه ماهی چې نوي له اوبو را وباسي نو مخکې له واده د مهمو مسلو او پريکړو کول او دا توان لرل مهم دي.
۴-ځان د مقابل شخص په ځاي ايښودل دا په دی معنی چې هغه درک کړی،ځان د هغه په ځاي ګڼل،کله کله داسې فکر کول که تاسې د هغه په ځاي وي څه به مو کول؟
۵-واده د ماشومانو کار نه دی،که ستاسې په مقابل کې داسې يو شخص وي چې په عادی خبره خفه کيږي،خپل احساسات ،غوسه نشي کابو کولی او زر د بېلېدو خبرې کوي نو زما توسيه داده چی يا انتظار وکړی او يا بيا فکر وکړي.
۶-فداکار اوسیدل په دې معنی چې کله کله تر خپلو غوښتنو تېرشی،د خپل ملګري سره تفاهم او نتيجې ته ورسېږی دا ستاسې اړيکې او مینې ته قوت وربښي.
هيله ده چې دې ټکو ته واقع بين فکر وکړي، زه همدا اوس تاسې ته د خوشحاليو ډک ژوند غواړم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Mukhtar

واقعا په زره پوری معلومات ول دیره مننه گرانه اللہ تعالیٰ مو راته ژوندی او شعادت مند لره له مونگ سره. په درناوی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x