افغانستان

د سروبي جګړه ښکېلو غاړو ته د تلفاتو په اړولو پای ته ورسېده

نن ټکی آسیا: جګړه چې نن سهار شاوخوا شپږ بجې د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ او نورو مرکزونو پیل شوه، له کابو څلور ساعته شدید مقاومت وروسته پای ته ورسېده.

عیني شاهدانو او د کابل – ننګرهار پر لویه لاره ایسارو خلکو نن ته وویل، چې دا لاره اوس هم د ترافیکو پر مخ تړلې او د جګړې ځای ته د افغان ځواکونو امبولانس او نورې چورلکې د مرستې او مړیو او ټپيانو د انتقال لپاره ځي او راځي.
د کابل امنیه قوماندان جنرال ظاهر ظاهر په خبره، په برید کې د درې برید کوونکي له منځه وړل شوي او د دوی  درې عسکر ژوبل شوي دي.
خو یوې موثقې سرچینې چې نه یې غوښتل ، نوم یې واخیستل شي وویل چې په جګړه کې د ملي اردو پولیسو ته درنه مرګ-ژوبله اوښتې او په څو هلیکوپترو کې کابل ته ولېږدول شول.
طالبانو د برید مسؤلیت په غاړه اخیستی او زیاتوي چې په دغه برید کې یې شل عسکر وژلي دي ، خو د برید کره او وروستي جزیات یې تر دې دمه رسنیو ته نه دي ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x