د شوال میاشت شپږ روژې (دويمه برخه)

احمد الله عاطفي

دمبارکو احادیثو په رڼا کې هرهغه چا چې درمضان میاشت روژه ونیوله او بیائې دشوال دمیاشتې په اوږدو کې شپږ ورځې نورې روژې ونیولې، دده بنده په حسناتو کې دپوره کال روژو نیولو ثواب لیکل کیږي، یعنې ده ته دپوره کال روژونیولو ثواب ورکول کیږي.

الله سبحانه وتعالی دالانعام سورت په( ۱۶۰) ایت کې فرمايې:مَن جَاءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ عَشْرُ أَمْثَالِهَا ۖ وَمَن جَاءَ بِالسَّيِّئَةِ فَلَا يُجْزَىٰ إِلَّا مِثْلَهَا وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ .

ژباړه: څوک چې نیکې وکړي نو ده ته ئې لس برابره بدله ده او څوک چې بد کار وکړي نویوازي ورته سزا به ورکول کیږي او ظلم به نه پرې کیږي.

وقد فسّر ذلك النبي صلى الله عليه وسلم بقوله: من صام ستة أيام بعد الفطر كان تمام السنة : (مَن جَاءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ عَشْرُ أَمْثَالِهَا ۖ ). وفي رواية: جعل الله الحسنة بعشر أمثالها ، فشهر بعشرة أشهر وصيام ستة أيام تمام السنة (رواه :النسائي وابن ماجة) وهو في صحيح الترغيب والترهيب ورواه ابن خزيمة بلفظ صيام شهر رمضان بعشرة أمثالها وصيام ستة أيام بشهرين فذلك صيام السنة.

حضرت رسول اکرم( صلی الله علیه وسلم) دشوال شپږ ورځو روژو نیولو په اړوند دالله سبحانه وتعال دمبارک کلام په تفسیر کې فرمائي: الله سبحانه وتعالی هره نیکي لس برابره ګرځوي، یوه میاشت دلسو میاشتو برابر او شپږ ورځي ددوو میاشتو برابرچې ټول ئې د پوره کال سره برابریږي.

هر بنده چې دالله سبحانه وتعالی په اطاعت ،درمضان میاشت بشپړې روژې ونیولي، الله سبحانه وتعالی ده ته دلسو میاشتو روژونیولو برابر ثواب ورکوي او هغه چاچې دحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) دلارښو ونو سره سم دشوال میاشت په اوږ دو کې شپږ ورځې روژې ونیولې ،دشپيتو ورځو روژو نیولو ثواب ئې تر لاسه کړ یعنې ددوو میاشتو روژو نیولو ثواب ئې کسب کړی،چې په دې ترتیب ټولې دولس میاشتې کیږې، یو کال دولس میاشتې دی،په همدې اساس درمضان میاشت روژه نیونکې چې دشوال میاشت شپږ ورځې روژې هم ونیسي نو دده په عملنامه کې دپوره کال روژو نیولو ونډه لیکل کيږي.

د الله سبحانه وتعالی کریمانه پيرزو،چې دهرې نیکې بدله لس برابره او د ګناه مرتکب ته یواځې دهغه دګناه په اندازه عذاب ورکوي هغه هم په تخفیف یا ئې ورته عفوه کوي.

سیدنا حضرت عبدالله ابن عمر (رضی الله عنهما) دپورته مبارک آیت په تفسیر کې فرمايې: الآية في غير الصدقات من الحسنات ، فأما الصدقات تضاعف سبعمائة ضعف.

حضرت عبدالله ابن عمر (رضی الله عنهما) هغه نیکي چې له صدقاتو پرته وي لس برابره اجر لري ، دصدقاتو نیکي (۷۰۰) برابره ورکول کیږي.

قال الله تبارک وتعالی:مَّثَلُ الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ كَمَثَلِ حَبَّةٍ أَنبَتَتْ سَبْعَ سَنَابِلَ فِي كُلِّ سُنبُلَةٍ مِّائَةُ حَبَّةٍ ۗ وَاللَّهُ يُضَاعِفُ لِمَن يَشَاءُ ۗ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ. (البقره : ۲۶۱)

ژباړه: دهغوکسانو مثال چې خپل مالونه دالله په لار کي لګوي؛هغي داني ته ورته دئ چي اوه وږي راوټوکوي، په هر وږي کي سل دانې او الله چي چاته وغواړي مضاعف کوي ئې او الله ښه پوه او دوسعت خاوند دئ.
قال الله تبارک وتعالی : مَن جَاءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ خَيْرٌ مِّنْهَا …(النمل : ۸۹)

یواځې دانه چې دنیکیو عامل ته الله سبحانه وتعالی لس برابره اجرورکوي بلکه بنده ته دهغه داخلاص په نسبت لس برابره اجر ورکوي چې دا ئې کمه برخه دی، دمبارکو ارشاداتوپه رڼا کې دنیکي بدله (۱۰) برابره نه تر (۷۰) او له اویاونه تر (۷۰۰) برابره بلکه له دی هم زیات ښودل شوی ، هر هغه څوک چې په رښتیا دیو نیک کار اراده قدرې وکړې او دعملي کیدو نوبت ئې را نشي بیاهم یو برابر ثواب ورکول کیږي، یواځې داهم نه بلکه هغه څوک چې دګناه اراده وکړي او وروسته له خپلې ارادی وګرځې ده ته هم یو ثواب ورکول کیږي.

په دې اړوند زیات شمیر احادیث امام بخاري، امام مسلم ،امام نسائې، ابن ماجه او نور محدثین کرام دبیلا بیلو صحابه (رضی الله اجمعین) نه روایت کړي.

عن عبدا لله ابن عباس ، رضي الله عنهما ، عن رسول الله صلى الله عليه وسلم فيما يروي عن ربه (عز وجل )قال: قال رسول الله (صلى الله عليه وسلم): إن ربكم (عز وجل) رحيم ، من هم بحسنة فلم يعملها كتبت له حسنة ، فإن عملها كتبت له عشرا إلى سبعمائة ، إلى أضعاف كثيرة ومن هم بسيئة فلم يعملها كتبت له حسنة ، فإن عملها كتبت له واحدة ، أو يمحوها الله ، عز وجل ، ولا يهلك على الله إلا هالك.

ورواه البخاري ، ومسلم ، والنسائي ، من حديث الجعد بن أبي عثمان…

عن أبي ذر (رضي الله عنه) قال: قال رسول الله (صلى الله عليه وسلم): يقول الله (عز وجل): من عمل حسنة فله عشر أمثالها وأزيد ومن عمل سيئة فجزاؤها مثلها أو أغفر ومن عمل قراب الأرض خطيئة ثم لقيني لا يشرك بي شيئا جعلت له مثلها مغفرة ومن اقترب إلي شبرا اقتربت إليه ذراعا ومن اقترب إلي ذراعا اقتربت إليه باعا ومن أتاني يمشي أتيته هرولة .(رواه امام الاحمد و…)

ددې مبارکو احادیثو په رڼا کې: څوک چې یوه نیکېي وکړي هغه دلس برابره بدله ورکول کیږي، بلکه له دې هم زیات، که څو دیوه ګناه ارتګاب وکړي هغه ته دګناه برابر سزا ورکول کیږي یا ورته بخښل کیږي، دالله سبحانه وتعالی دکرم ارشاد دی: که څوک دورمره زیات ګناهونه وکړي چې زمکه ترې ډکه شي، ماته رجوع وکړي( توبه او پښیمانتیا وښئې) زه به ده سره په همدې پرتله دمغفرت معامله وکړم، څوک چې ماته یو لویشت نږ دي شي، زه ورته یو لاس نږدې کیږم، څوک چې ماته یو لاس نږ دې شي زه ورته دوه برابره نږدي کیږم او څوک چې زما لورته په قدمونو راتګ وکړي زه ورته په منډه ورځم.

د نیکیو او بدیو عامل ته دثواب او جزأ پریکړه دهغه دکړو، او په دی کړو دخوشحالي او پښیمانتیا په بنسټ ورکول کیږي او داهغه وخت تحقق پیداکوي چې بنده دوروستي عمل سره له دی فاني دنیا کډه وکړي او خپلې دوسې سره الله سبحانه وتعالی ته مخامخ شي.

د قرانکریم په دی مبارک آیت کې(مَن جَاءَ بِالْحَسَنَةِ ) لفظ ذکر شوی عمل بالحسنةِ ئې نه دي فرمائيلي ، د بحرمحیط مفسر ددي مبارک لفظ څه ښکلی تفسیر کړی: دنیکیو او بدیو عاملینو ته تر هغه وخته بدله نه ورکول کیږي چې تر پایه په خپلو کړو پاته شي.

د مومن مسلمان هر نیک عمل دتقوئې لاملونه لري، لاکن غرور او بي پروائې به نه کوي، ځکه نیک عمل په ریا، ځان ښودنه،پیغور او بل ته په ضرر رسولو له مینځه ځي، که دا ضرر دژبې په واسطه هم وي،دبیلګې په توګه یوتن چاته خیرات ورکړ او بیا ئې ورته دخلکو په وړاندې، یائې دحقیر ښودلو په نیت یادونه وکړه ، ده خپل دغه نیک عمل پخپله له مینځه یووړ.

قال الله تبارک وتعالی: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تُبْطِلُواْ صَدَقَاتِكُم بِالْمَنِّ وَالأذَى…(البقره: ۲۶۴)
ژباړه: اې مؤمنانو! خپل صدقات په منت او اذیت سره مه باطلوئ…

همداراز دمومن بنده نیک عملونه له مینځه نه ځي مګر په شرک او کفر سره .

الحمد لله چې مومن بنده نه دکفر ارتکاب کوي اونه ځان ښودنه، الله سبحانه وتعالی دمونږ په همدی عمل تر پایه هوډمن ولري،آمین.

د جرم او ګناه مرتکب که په هر دین او مذهب وي بالاخره په خپلو ناروا کړنو پښیمانه کیږې ، دپښیمانتیا په صورت کې ګناهونه بخښل کیږي، خو دبخښنې شرط مسلماني دی، هغه چې دالله سبحانه وتعالی په وحدانیت او دحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) په رسالت ګواهې ورکول دي.

د ټولو بدو کړنو څخه دمسلمان پښیمانتیا ته توبه وائې، او هر مسلمان بلاخره توبه کونکی دی او الله سبحانه وتعالی ته رجوع کونکی.

هغه مسلمان چې د نافرماني ، ګناهونو او په نورو دتیریو مرتکب شوی وي؟ په ریښتینې توګه ،الله سبحانه وتعالی ته سر په سجده او دخپلو ګناهونو دبخښني عذر وړاندې کړي، یقیناً چې کریم او رحیم ذات(جل جلاله) ورته عفوه او بخښنه کوي،که په نورو بندګانو ئې تیری کړی وي؟ هغوۍ ته هم دعذر او پښیمانتیا په وړاندې کولو سره، ان شأالله چې ورته بخښنه کوي،چې داسي عمل کونکی به داخرت په ورځ دالله سبحانه وتعالی حضورته په داسې حال کې سر لوړی ودریږي چې عمل نامه ئې په ښي لاس کې وي.

د الله سبحانه وتعالی درحمت او کرم پیرزوینه دومره پراخ او بي پایه دی چې هیڅوک ئې له سیورې لري کیږي نه، مګر هغه بدبخت،شقي او منکر،چې دخپلې بر بادۍ او هلاکیدو کلک هوډ ئې پخپله کړی وي.
نوربیا..

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د