افغانستان

اشرف غني د امریکا په غوښتنه له پاکستان سره د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې عملیات پيلوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، چنګاښ ۱۴مه ۱۳۹۶ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني کابل ته د راغلو امریکايي سناتورانو هغه وړانديز منلی، چې له مخې به يې افغان او پاکستاني عسکر د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د مخالفينو پر ضد عمليات کوي.

د کانګریس د وسله والو خدمتونو د کمېټې مشر سناتور جان مکین په مشرۍ پنځه کسیز پلاوي اسلام اباد او کابل کې د دواړو هېوادونو له چارواکو سره له ليدو وروسته کابل کې رسنيو ته وويل، چې امریکا تر اوسه په افغانستان کې د ګټې دعوه نه کوي او ټينګار يې کړی، چې د مخالفينو د ځپلو لپاره بايد د افغانستان او پاکستان امنيتي چارواکي د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې پراخ عمليات وکړي.

د ګډ حکومت ولسمشرۍ ماڼۍ رسنيو ته منلې، چې له پاکستاني عسکرو سره به په ګډه د مخالفينو پر ضد عمليات کوي او ولسمشر غني په دې اړه د امریکايي سناتورانو غوښتنه منلې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د وياند مرستيال نجیب الله ازاد رسنيو ته ويلي، چې دغه وړانديز د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه امریکايي سناتورانو ته ورکړی او افغان حکومت ورسره منلی دی.

سناتور جان مکین ويلي، چې امریکا به د دغو عملياتو څارنه او ملاتړ کوي.

خو د سياسي چارو شنونکو او مدني فعالانو دغه عمليات د کرښې د دواړو غاړو د ولسونو پر ضد بللي او وايي، چې ګډ حکومت پر ډيورنډ کرښې پټه سودا بربنډه کړه.

د ملي امنيت پخواني رییس رحمت الله نبیل هم په خپل ټويټر کې دغه ګډ عمليات د افغان ولس پر ضد دسیسه بللې او وايي، چې حکومت دوه کاله پخوانۍ پټه هوکړه راښکاره شوه.

د کابل پوهنتون استاد او د سياسي چارو کارپوه ډاکټر فیض محمد ځلاند هم ليکلي، چې حکومت ملي خيانت کړی دی او بايد ولس ورسره حساب کتاب وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khushal

غلام غنی وایی ، چه دا د امریکایی سناتورانو غوښتنه ده ، نه هیڅکله نه د امریکایی بادارانو قومانده ده چه د عملی کولو د پاره یی د پاکستانی غلامی اداری ته د بیلونو ډالرو په ورکولو کی زیاتوالی راوستی ، پاکستان دا کار چه د ډیورنډ د کرښی دواړه خوا پشتانه به وځپل شی او هلته به پاکستان د پولی د رسمیت ساتنی د پاره پوستی واچوی او د ډیورند کرښه به په زور په رسمیت وپيزندل شی او غنی به هم په دی اړه د امریکایانو بادارانو په قومانده مرسته ورسره وکړی لکه د کور د غلو سره… نور لوستل »

عبدالولی (فهیم)

بس د پښتنو د سر سودا ده هر یو ددغه با عزته قوم په سودا او له مینځه وړلو بوخت دی که شیطانه امریکا ده که لعین پاکستان ده او که روس ده الله پاک دی د پښتنو دښمنان هلاک او تباه کړی

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x