
ولسي جرګې د ایراني ولسمشر پر څرګندونو توند غبرګون ښودلی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۱۴مه ۱۳۹۶ل): ولسي جرګې په نننۍ عمومي ناست کې د ایران د ولسمشر حسن روحاني پر څرګندونو توند غبرګون ښودلی دی.
حسن روحاني تېره ورځ د چاپېریال اړوند یوه نړیوالې غونډې ته ویلي وو چې ایران په افغانستان کې د جوړیدونکو بندونو په اړه بې تفاوته نشي پاتې کېدلای.
د ولسي جرګې اکثریت وکیلاتو د روحاني څرګندونې د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه او د ملي حاکمیت خلاف بللې دي.
په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازي عبدالقادر قلاتوال د حسن روحاني څرګندونې غیرمسوولانه او د افغانستان په داخلي چارو کې ښکاره مداخله ګڼلې ده.
هغه ویلي که د حسن روحاني د څرګندونو په اړه د افغانستان حکومت او ولسي جرګه چوپه پاتې شي نو د دوی د ټولو حیثیت به تر سوال لاندې راشي.
د غور د خلکو استازي کرام الدین رضا هم د ایراني ولسمشر څرګندونې د ټولو افغانانو لپاره د نه منلو وړ وګڼلې او ويې ویل چې افغانان حق لري چې په افغانستان کې د برېښنا او کرنې په خاطر بندونه جوړ کړي ځکه دغه اوبه د افغانستان ملکیت دی.
د ولسي جرګې اکثریت وکیلانو د افغانستان له حکومته وغوښتل چې د حسن روحاني «غیرمسوولانه» څرګندونو په غبرګون کې د ایران سفیر احضار کړي او په دې اړه ورته خپل احتجاج وړاندې کړي.
ایران د افغانستان د اوبو په اړه په داسې حال کې اندېښنې څرګندوي چې افغانستان د تېر کال په کب میاشته کې د «اوبه او تلپاتې پرمختګ» په نامه په څلورم ملي غونډه کې د افغانستان د اوبو د ښه تنظیم او مدیریت په خاطر ۳۱ مادییزه قرارداد منظور کړ.
ولسمشر غني هم په دغه غونډه کې د افغانستان د اوبو سرچېنو ته په اشارې سره ویلي وو چې افغانستان هیله من دی چې ګاونډیان به یې د اوبو د مدیریت په اړه اندېښنې ونه لري بلکې ملاتړ به یې وکړي.
افغانستان شاوخوا ۷۵ میلیارده مکعب اوبه، – ۵۷ میلیارده متر مکعب سطحي اوبه او ۱۸ میلیارده متر مکعب تر ځمکې لاندې اوبه- لري چې نېږدې ۸۰ سلنه یې د کومې ګټې اخېستنې او مدیریت پرته په مفته ډول ګاونډیو هېوادونو ته ځي.
Now, Hamid Karzai should pay back the money he received from Iran.