
کرکټ: افغان لوبډله لندن ته روانه شوه
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۱۴مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن غرمه د MCC لوبډلې پر وړاندې د یوازې یوې یو ورځینۍ سیالۍ د ترسره کولو لپاره لندن ته روانه شوه.
افغان ملي لوبډله به د لارډز په لوبغالي کې چې د نړۍ د کرکټ د کور په نوم یادیږي د نړۍ غوره یولس کسیزې لوبډلې پر وړاندې د جولای په ۱۱مه نیټه د لوبې ډګر ته ووځي.
کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې عمومي رئیس شکرالله عاطف مشعل د ملي لوبډلې د روانېدو پر مهال وویل چې، «موږ د نړۍ د غوره یولس کسیزې لوبډلې پر وړاندې یوه خورا مهمه سیالي لرو. دغه سیالي یو تاریخي ارزښت لري او نه یوازې د لوبډلې او د کرکټ د بورډ بلکه د ټول ولس لپاره د ویاړ ځای دی».
هغه پر لوبغاړو غږ وکړ چې «تاسې باید په دغه سیالۍ کې خپلې وړتیاوې ثابتې کړئ او نړۍ ته دا وښیئ چې موږ د بشپړ غړیتوب د دریځ له ترلاسه کولو وروسته د پرمختګ یو نوی فصل پیل کړی دی».
افغانستان د بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو وروسته دا لومړنۍ نړیواله سیالۍ ده چې په ۶ ورځې وروسته به یې ترسره کړي.