افغانستان

طالبان: د سروبي په جګړه کې ۲۳ پوليس او د استخباراتو غړي وژل شوي

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې، نن سهار شپږ نيمې بجې د دوی يو تن سرتيري “ملا فاروق” د سروبي ولسوالۍ پر مرکز له چاوديدونکو توکيو ډک موټر سرتيری بريد وکړ چې, په نتيجه کې يې امنيه قومندانۍ او ګډ نظام قراول ويجاړ شول.

ورپسې دوه نور سرتيري بريدګر د قومندانۍ ودانۍ ته ننوتل او پر پوليسو او استخباراتي کارکوونکو يې ډزې پيل کړې. مجاهد وايي چې، بريد شپږنيمې بجې پيل او ۱۰:۳۰ پورې روان و.

مجاهد وايي چې، د لومړۍ چاودنې له امله شاو خوا شل تنه پوليس وژل شوي او په ورستيو نښتو کې ۱۲ پوليس او د استخباراتو غړي وژل شوي دي. مجاهد زياتوي چې، دوه رينجر او ۶ نظامي موټر هم په دغه جګړه کې له منځه تللي.

بل پلو د کابل امنیه قوماندان جنرال ظاهر ظاهر د يادې پيښې د تاييد تر څنګ ويلي چې، په برید کې درې بریدګر وژل شوي او د دوی  درې عسکر ژوبل شوي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x