شعـــــرونه

غزل/ فيض ځلاند

ډاکټر فيض محمد ځلاند

څنګه مې سا وخته مړ شوم په ځان پوه نشومه
ته چې روان شوې زه ولاړ په باران پوه نشومه

ستا هر انکار کې د اقرار نزاکت پټ پاتې شو
اوس هم راځي را ته په دې چې ارمان پوه نشومه

د مینې هر یو رنګ عجب دی له خوندونو نه ډک
کلونه وشول زه یې په ګټه تاوان پوه نشومه

زه ملامت یم چې مې مينه تاسره کړې ده
په دې خبره دې والله چې جانان پوه نشومه

دا ستا نیولی لاس مې پریښوده ځلانده یاره
په دې مزل په دهغه لاره قربان پوه نشومه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x