افغانستان

پنټاګون په هلمند کې د یو امریکايي عسکر وژل او دوو ټپي کېدل تایید کړل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۱۴مه ۱۳۹۶ل): د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) وايي چې دوه ورځې وړاندې په هلمند کې یو امریکايي سرتیری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

پنټاګون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ۱۹ کلن هانسین کیریکپاتریک د جولايي په درېیمه هلمند کې وژل شوی دی. د خبرپاڼې له مخې هغه تر دې وړاندې پر غیر مستقیمو ډزو لګېدلی و،  ټپي و او پرون یې ساه وکړه.

د امریکايي سرتیري د وژل کېدو او ټپي کېدو خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې امریکايي او دولتي ځواکونو په ګډه د ناوې ولسوالۍ د بیا نېولو په موخه نظامي عملیات پیل کي
دي.

دولتي ځواکونو ویلي چې په دغو عملیاتو کې یې لږ تر لږه ۶۲ طالبان ژلي او ۴۰ نور يې ټپیان کړي دي.

ناوه ولسوالۍ د تېر یو کال راهیسې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x