Hizb.logo-Flag

حزب لکړه وغورځوله -منلی

د ماشومتوب د وخت له خوندورو خاطرو نه د ملا اومسجد خاطرې هم ځیني خوندورې او ځیني بوږنوونکې وي، د الف اوبا دزده کړې په پیل کې درسي ساعتونه او پخپله درسونه ډیر مختصروي نو باید خامخا یوڅه حواشي او لمن لیکونه ورسره وتړل شي، د پیل په درس (الف با) باندي مشهوره حاشیه داوه : الف لکه لکړه با وکړه جګړه… د همدې لمن لیک له برکته د جومات په ماحول کې (لکړه) د ښاغلي الف له پاره تخلص ګرځیدلی و.

د دې تخلص په یادولو که څه هم ملا صاحب غوسه کیدی او ویل به یې په عربي تورو ملنډې ښې ندې خو تخلص نه شکیدونکې بلا ده او په نوم پورې خورا کلک نښتی وي، د هیواد یو کرکټ لوبغاړی ګلبدین نومیږې زه یې چې نوم واورم سمدستي مي دحزب اسلامي مشر ښاغلی یحکمتیار ذهن ته راشي. او له ښاغلي حکمتیار پورې حزب سره له اسلامي رایاد شو آبله ورځ دنن ټکی آسیا یوه لیکوال په حزب یوه تونده لیکنه کړې وه او په پای کې یې لیکلي و چې حزب اوس حزب اسلامي نده بلکي حزب سلامي ده یعني له ( اسلامي) نه یې لکړه (الف) وغورځیدله او (سلامي) پاتي شو.

دساینس او تخنیک له پرمختګ مخکي وسلې هم ډیرې محدودې او ګوتشمیر وي او یوه مناسب لکړه یا لْوړ هم خفیفه وسله شمیرل کیدله، حزب اسلامي دخپل جګړییز تاریخ په اوږدو کې په مختلفو سیاسي ستراتیژیکو مراحلو او پړاوونو کې لکړه (وسله) غورځولې ده لکه مخکي ما په یوه کالم کې د دې موضوع یادونه هم کړې وه او پخپله ورور په یوه ویب پاڼه کې زما پر کالم په مستعار نوم رد هم لیکلی و خو عجیبه داوه چې ما یې دلکړې غورځولو څو محدود ځایونه یاد کړې و او ده څو نور هم زیات کړې وو، په هرصورت اوس یوځل بیا حزب سلامي لکړه وغورځوله او په روانو ولسمشریزو ټاکنو کې یې ګډون وکړ.

عجیبه خو داده چې آبله ورځ کوم ځای مجاهدینو پر صلیبیانو برید کړی و د حزب رسنیو او فیسبوکیانو لیکلي وو چې دا برید دحزب مجاهدینو کړی ده ، اصلا د دوی په خولو کې د جهاد او مقاومت تش اصطلاحات او نومونه شنه دي، او په خپل ټول تاریخ کي یې په قلم او خوله همدا اصطلاحات تکرار کړي دي او س یې له خولو او قلمونو دا اصطلاحات لویدل سخت دي او بل ځای یې لکړې غورځولې دي او په ټاکنو کې کارنده برخه وال دي هلته خو بیل اصطلاحات او بیل نومونه کارول کیږې نو فکر کیږې چې د خپل نوماند په کومه غونډه کې دبرخې او خبرو له پاره یې دبرید او حملې جملې د استعارې په توګه کارولې دي، او همدا یې مطلب ده نه د مجاهدینو کومه حمله او برید.

د حزب سلامي ټولو غړو په مکمله توګه لکړې غورځولې دي، په جهادي ساحه کې خو یې هسې هم چنداني څه نه لیدل کیدل، خو په میډیا کې یې په ګرمه توګه لکړې اړولې را اړولې اوس یې په هغو لکړو پوري شنې ټوټې وتړلې او په ټاکنیزو غونډو کې یې له ځانونو سره لري، دوی که ملت ته هرڅومره د ناپوه اولس په نظر ګوري خو د دوی نظر سم نده ملت دومره ساده نده د کلونو دروغژن اوس ډیر ساده خلک هم پیژندلی شي، دوی فکر کوي په تاکنو کې به څه ترلاسه کړي خو فکر کوم دایې د لا زیات هلاکت او زیات تجرید په لور یوبل ګام ده.

لکه دروسانو پر ضد د مقاومت په مهال چې حزب د واک ترلاسه کولو په ډیرو سازشونو کې برخه لرله او هر ځای او هروخت د مجاهدینو د یووالي او اتفاق له منځه وړونکې او سبوتاژکوونکې ډله حزب وه نن یې د امریکايې او صلیبي اشغال پرضد دمقاومت دروغژنه ناره هم معلومه شوه، داشغالګرو له ادارې لاندې په ټاکنو کې د حزب برخه اخیستل او په پاکستان کې د حزب فعال حضور د دوی زوړ منافقت ریفریش او لاښه په ډاګه کړ. اوس نو که دوی په ډاګه د دروغژن مقاومت لکړه وغورځوله موږ یې باید د ډلې له نوم نه د الف لکړه وغورځوو او د ډاکټر صاحب رحیمي په وینا حزب سلامي یې ونوموو.

نښتر کالم

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د