شعـــــرونه

غزل/ حمدالله حلميار

حمدالله حلميار

اې ما مې ژوند له وسوسو په ریاضت ساتلی
اې دا تا څله راته نیت کـــــې خیانـت ساتلی؟

نه د ګناه بوټی،نه کرکه نه د شک شیاطین
ما او حوا وو د عشق کور لکه جنت ساتلی

څومره یادونه، څو دردونه څو پرهاره پکې!
په خزانه د زړه کې ما وو ډیر دولت ساتلی

زه پوهیدم چې مې خپل زهر پر خپل سر اړول
تا جام د زهرو په نامه وو د شربت ساتلی

د مرګ جواز، د مرګ اعزاز د مرګ اواز هر خوا
عجیب دی ما لا پکي سر دی سلامت ساتلی

(چې د دښمن پر پښو پریوزو او امان غواړو؟
ته او خدای ملک به وو چا دومره په ذلت ساتلی)

حمدالله حلمیار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x