نظــر

نن یې د پنجاب بهانه هم ختمه شوه

حمزه حسیني

د برحقې داعیې لپاره چې حق پرستو مسلمانو وروڼو کومه مبارزه د الله جل جلاله د رضا او د اعلاء کلمةالله لپاره د کفري لښکر خلاف پیل کړې وه؛ مادي پرستو او د کفري نظام تر سیوري متأثرینو خلکو به پر دوی رنګا رنګ تهمتونه پورې کول، چې لله الحمد ورځ تر بلې د حق پرستو صفوف لکه د لمر په شان د استقلال پر رڼا ځلیږي.

هغه پرون یې چې پر نورو د دروغو تهمت پورې کاوو، نن پر هغه لاره د دوی ړنده قافله لالهانده تیندکونه خوري او د غلامۍ ځنځیرونه یې ورځ تر بلې په غاړه زیاتیږي، دا چې قافله یې ړنده ده، پر ړندو لارو روانه ده نو لارویان یې هم ړانده دي چې د خپل حریم څخه دفاع نشي کولی او د پردیو تر چتر لاندې د استقلال بې هوده خوبونه ویني.

ایا د جان مککین پر فرعوني لښکرو افغانستان ساتلی شي؟ ایا د غدار باجوه پر مکر خپله حکومت ویلي پیاوړې کولی شي؟ او ایا دوی خپله د غلامۍ په ځنځیر تړل شوي استقلال راوستلی شي؟

نه! هیڅکله نه! امریکایي کفري لښکر خو راغلی د افغانستان د مسلمان ملت د ختمولو لپاره، دا بیا مثال د هغې رمې لري چې څاروان یې ګیدړ او یا هم لېوه یې، چې د ساتلو طمعه ترېنه کول جنون او لېونتوب دی.

همدا راز پاکستان د همدغو کفري لښکرو حمایت کاوو چې د ناټو اکمالاتي ټانکر به یې د ځانګړو امنیتي تدابیرو په بدرګه تر تورخم او سپین بولدکه رسول، نو څنګه به نن د افغانستان خواخوږی شي؟ پرون یې کونړ او ننګرهار په راکټونو ویشتل نن به غاړه پر غاړه پر کوم مقصد له تاسره امنیت راولي؟ بغیر له دې چې د افغان خاوره نوره هم په خپله ولکه کې راولي او تاسو به خړې سترګې ورته ګوری.

پرون مو دومره دښمن ؤ چې حتي لوبې مو هم ورسره قطعه کړې او نن مو بیا دومره دوست شو چې اوږه پر اوږه به عملیات سره کوی، همدېته غلامي وایي چې تر څلویښتو زیاتو هیوادونو د حق داعیان ختم نه کړل یواځې د یو هیواد پر اصافه کېدو به څنګه هغه ختم کړی. لله الحمد چې نن یې د پنجاب بهانه هم ختمه شوه.

که همدغو درې اړخیزو ګډو عملیاتو جریان وموم؛ بیا دا په یاد ولرئ چې د افغانستان د تجزیې او د عدم استقلال ستره بېلګه به همدا د ډېرسرو ړنده او غلامه حکومتولي وي چې. هوکې د همدې شرم د له بېخه اېستلو لپاره یواځنۍ لار پاته ده چې هغه د اشغال خاتمه ده او بس، پر وړاندې یې مبارزه کول د هر مسلمان وجیبه ده.

خلک د اشغال دخاتمې په طمعه دي مفکر صیب دادی بل هم تر خپل حریم راورساوه چې دا لا د اشغال پر ترقۍ دلالت کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x