شعـــــرونه

غزل/ سعادت کليوال

سعادت کلیوال

فکرمارغه مې بیا له غرو سره ډغرې وکړې
یو زوړ تصویر راسره څو شیبې خبرې وكړې

نور به ئې هېر کړو نور یې مه ساته د دزړه په کور کې
پښتون ضمیر داسې قصې لکه ډبرې وکړې

ته مې په څنګ کې وې له ټول جهانه نه ویریدم
ځکه دنیا ته مې خبرې زورورې وکړې

هاغه خبرې او وعدې دې راته خوب ښکاریږي
خلکو په ما،او که په تا باندې منترې وکړې

خوب مې لیده چه طوفانونو له تا وړی ومه
اشنا ته رانغلې نعرې مې لرې لرې وکړې

له دنیا پټ ، توره تیاره کې خپل ماشوم زړګي ته
ای سعادته څو ګیلې مې مرورې وکړې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x